د ایران سپاه پاسداران خبر ورکړی چې په هرمز تنګي کې یې د امریکا یو اوبتل نیولی دی.
الجزیرې یکشنبه د سپټمبر پر ۲۷مه راپور ورکړی چې سپاه پاسداران دا «د رموس ۶۰۰ په نوم یو پرمختللې بېړۍ» نومولې او ویلې یې دي چې اوس یې په واک کې ده.
د راپور له مخې، سپاه پاسداران ویلي چې د دغه بنسټ سمندري ځواکونو د استخباراتي معلوماتو او برېښنايي جګړې په مرسته هغه بېړۍ څارلې او نیولې چې په هرمز تنګي کې یې د جاسوسۍ لپاره فعالیت کاوه.
د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو زیاته کړې چې هرمز تنګی تړلی او له اجازې پرته تېرېدونکو بېړیو سره به چلند وکړي.





