• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ایا د جمعه فاتح ټغر ټولېږي؟

۸صبح ۸صبح
۱۷ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783526404]
Social Media

Social Media

ظاهراً په بدخشان کې د طالبانو د بانفوذه قوماندان جمعه‌خان فاتح او د دې ډلې د مشرتابه تر منځ اختلاف، د کانونو، سیمه‌ییز نفوذ او د بدخشان د ځینو سیمو د اداره کولو پر څرنګوالي راڅرخي؛ خو د دې قضیې ارزښت له یوه محلي اختلاف پراخ ښکاري. هغه څه چې نن په بدخشان کې روان دي، په حقیقت کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، د دې ډلې له یوه پېژندل شوي قوماندان سره د ښکاره نارضایتۍ دویمه جدي ازموینه ده. اصلي پوښتنه له دې ځایه پیلېږي چې طالبان به له جمعه‌خان فاتح سره څه وکړي؟ ایا د خپلې تګلارې له مخې به د ځپلو لار غوره کړي یا دا وار به د جوړجاړي لوری ونیسي؟ لومړی، د دې پوښتنې ځواب دومره ستونزمن نه ښکاري؛ ځکه تجربې ښودلې چې طالبان د خپل سازمان دننه د مخالفتونو پر وړاندې، تر زغم او نرمښت ډېر، د مخالفانو حذف غوره ګڼي چې لامل یې یوازې امنیتي ملاحظات نه، بلکې د دې ډلې له ماهیت او جوړښت سره تړاو لري. د شیرمحمد عباس ستانکزي او مولوي مهدي په قضیو کې د طالبانو د سخت چلند له څرنګوالي ښکاري چې دا ډله د خپلو داخلي ناراضیانو پر وړاندې د جوړجاړي پر ځای د مقابلې لار غوره کوي. که څه هم په دغو دوو قضیو کې د چلند شدت توپیر لاره، خو حاکم منطق یو شان و: دا چې د رژیم او رهبر واک دې د ټیټ پوړو کسانو لپاره د معاملې او چنې وهلو موضوع نه ګرځي.

طالبان تر دې چې یو متعارف سیاسي ګوند وي، ایډیولوژیکه ډله ده چې خپل مشروعیت یې «له مشر څخه پر مطلق اطاعت» ولاړ کړی دی. په داسې جوړښت کې بیا د یوه قوماندان مخالفت یوازې سیاسي اختلاف نه، بلکې له «بیعت» څخه سرغړونه او د تشکیلاتي نظم ماتول ګڼل کېږي. له همدې امله، له یوه ناراضه قوماندان سره جوړجاړی یوازې د یوې کوچنۍ شخړې حل نه دی، بلکې د طالبانو له انده، د رهبرۍ د واک او اقتدار بنسټیزه ستن لړزوي. له دغه لیدلوري، د فاتح ځپل طالبانو ته د توجیې او درک وړ اقدام دی. د اطاعت کوونکو طالبانو له انده، که نن یو قوماندان وکړای شي د اعتراض له لارې پر مشرتابه د خپلو غوښتنو یوه برخه ومني، سبا به نور قوماندانان هم همدا لار غوره کړي. په دې سره د نافرمانۍ لګښت راټيټېږي او د مطلق اطاعت دود به ورو ورو خپل ځای «چنې وهلو» ته پرېږدي؛ داسې بدلون چې د طالبانو له وجودي فلسفې سره په ټکر کې دی.

له دې ټولو سربېره، لا هم په ډاګه نه شي ویل کېدای چې طالبان به د ځپلو لار غوره کړي؛ ځکه واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راوروسته تر دې دمه ډېر څه بدل شوي دي. که څه هم طالبان واک په خپل انحصار کې لري، خو شاوخوا یې سیاسي او امنیتي چاپېریال د تېر پرتله ډېر پېچلی شوی دی. که څه هم تر اوسه کورني اختلافات پر پراخ کړکېچ نه دي اوښتي، خو د تېر پرتله څرګند شوي دي. د داعش فعالیت لا هم د طالبانو مهمه امنیتي اندېښنه ده. له پاکستان سره یې اړیکې ورځ تر بلې خرابېږي. په داسې شرایطو کې بیا د فاتح حذف یوازې د یوه سیمه‌ییز قوماندان حذف نه دی او طالبان ناچاره دي دا احتمال هم په پام کې ونیسي چې هر ناراضه قوماندان، که د واک له جوړښته وشړل شي، ښايي سیالانو ته یې پر سیاسي فرصت بدل شي. دا په دې مانا نه ده چې پاکستان یا کوم بل لوبغاړی به خامخا وکړای شي له فاتح څخه ګټه پورته کړي، خو د داسې احتمال شتون، د طالبانو امنیتي محاسبې د تېر پرتله پېچلې کوي. بل پلو، طالبان د خپلو مخالفانو اړوند پرمختګونه هم په غور څاري. که څه هم د طالبانو مخالفان لا هم دومره سیاسي یووالی او پوځي ځواک نه لري چې جدي ګواښ رامنځته کړي، خو په وروستیو میاشتو کې یې ډیپلوماتیک تحرکات، په ځانګړې توګه په تهران کې یې د دوو مشهورو څېرو حضور، دا پیغام لاره چې مخالفان لا هم د سیمې له سیاسي معادلو څخه نه دي ایستل شوي. ناشونې ښکاري چې طالبان به دا پرمختګونه له پامه وغورځوي؛ ځکه هر داخلي درز هغه مهال ډېر خطرناک کېږي چې له یوه بهرني ملاتړ سره وتړل شي. همدا ملاحظات ښايي ځينې طالب چارواکي دې پایلې ته ورسوي چې په اوسنیو شرایطو کې د «داخلي یووالي» ساتل د «ځواک له ښودلو» مهم دي. که دا ډول محاسبه پر پرېکړېنیولو برلاسې شي، له فاتح سره روغه جوړه به نور د شاتګ مانا ونه لري، بلکې د داخلي درزونو د پراخېدو د مخنیوي لپاره به یوه هڅه وبلل شي.

هغه څه ته په پام چې پورته یې یادونه وشوه، د فاتح قضیه د طالبانو په دننه کې د دوو بېلابېلو منطقونو د ټکر ټکی ګڼل کېدای شي. یو منطق لا هم پر مطلق واک، بې‌قید او شرطه اطاعت او د هر ډول نافرمانۍ پر حذف ټینګار کوي؛ هماغه منطق چې طالبانو یې د جګړې له دورې تر ننه ملتیا کړې ده. بل منطق بیا د حکومتولۍ له اړتیاوو څخه راټوکېدلی؛ داسې منطق چې کله کله د یوه ناراضه ځواک ساتل، د واک له جوړښته یې د ایستلو پرتله لږ لګښت لري. که څه هم اړینه نه ده چې دا منطقونه له یو بل سره همغږي وي او ښايي په راتلونکې کې د طالبانو ټولو لویه ننګونه هم له همدې ځایه پیل شي. هو، د وسله‌وال حرکت اداره کول د یوه هېواد له اداره کولو سره توپیر لري. د جګړې په ډګر کې مطلق اطاعت مزیت دی؛ خو کله کله د حکومتولۍ پر مهال پر همدې منطق ټینګار د کورنیو درزونو د زیاتېدو لامل ګرځي. طالبان به ژر یا وروسته ناچاره شي چې د دغو دوو اړتیاو ترمنځ توازن رامنځته کړي.

البته، د روغې جوړې او مقابلې معادله یوازې د طالبانو تر رژيمه محدوده نه ده، بلکې فاتح هم مجبور دی چې د محاسبې پر بنسټ پرېکړه وکړي. د ځینو تصوراتو خلاف، داسې هېڅ نښه نه لیدل کېږي چې هغه دې له طالبانو څخه د بېلېدو یا له یوې نوې نظامي جبهې سره د یوځای کېدو په لټه وي. هغه څه چې تر اوسه د هغه له چلند او غوښتنو څرګندېږي، تر ډېره د خپل سیمه‌ییز مقام د ساتلو، د خپلو ځواکونو د بقا او په بدخشان کې د سرچینو او نفوذ د یوې برخې له ترلاسه کولو سره تړاو لري. کله چې داسې وي، د فاتح لپاره هم روغه جوړه تر پوځي تقابل منطقي ښکاري؛ ځکه که د یوې هوکړې په پایله کې د خپل نفوذ یا امتیازونو یوه برخه هم له لاسه ورکړي، بیا یې هم اصلي موقعیت خوندي پاتې کېدای شي؛ په داسې حال کې چې نظامي ټکر کولی شي د ځواک ټوله شبکه یې له منځه یوسي. مهمه دا ده چې فاتح د «شاتګ له یوې پیاوړې جبهې» برخمن نه دی. د طالبانو مخالفان لا هم نه د سازماني جوړښت او نه هم د پوځي وړتیا له پلوه په داسې دریځ کې دي څو وکړای شي د طالبانو د جګړه‌ییز ماشین پر وړاندې له یوه ناراضه قوماندان څخه اغېزناک ملاتړ وکړي. ښايي له هغه سیاسي یا رسنیز ملاتړ وشي، خو د داسې ملاتړ او د مقاومت لپاره د یوې ریښتینې تکیې ترمنځ ډېر واټن شته. همدا حقیقت د فاتح د محاسبې ساحه محدودوي. که نوموړی د یوې عملي ارزونې پر بنسټ پرېکړه وکړي، ښايي له طالبانو سره پاتېدا که څه هم واک یې کم وي، د رژیم له پرېښودو څخه ورته لږ لګښت ولري. وتل هغه مهال پر زړه‌راښکونکي غوراوي بدلېدای شي چې له دې ډلې بهر داسې واقعي ځواک وي چې د نوموړي امنیت، نفوذ او سیاسي راتلونکی ډاډمن کړي. په اوسني وضعیت کې داسې ډاډ نه تر سترګو کېږي. له همدغه اړخه، د فاتح د قضیې برخلیک یوازې د طالبانو له پرېکړې سره نه، بلکې د دوو محاسبو د تلاقۍ سره تړلی: د طالبانو محاسبه چې د داخلي یووالي او که د مطلق واک د نندارې او ساتنې ترمنځ کومه لاره غوره کوي او د فاتح محاسبه چې خپل اوسنی موقعیت وساتي که پر هر څه قمار ووهي.

له دې ټولو سربېره، که د ارزونې بنسټ تېرې تجربې وګڼو، لا هم د ترازو پله تر یو بریده د ځپلو پر سناریو درنه ښکاري؛ نه دا چې طالبانو ته روغه جوړه هېڅ ګټه نه لري، بلکې ښايي طالبان د «اطاعت» اصل د ماتېدو لګښت د یوه ناراضه قوماندان د لرې کولو تر لګښته ډېر دروند وارزوي. خو ځپل به هم بې‌لګښته نه وي. که طالبان فاتح حذف کړي، پایلې به ورته ولري؛ په دې مانا ډېر هغه قوماندانان، چې کلونه یې ورته جګړه کړې، دې پایلې ته به ورسېږي چې د جهاد مخینه او ان اوږدمهاله وفاداري هم د اختلاف د رامنځته کېدو پر مهال د بقا تضمین نه شي کېدای. ښايي داسې برداشت په سملاسي توګه د طالبانو پر وړاندې پر جدي ګواښ وانه وړي، خو ورو ورو د سیمه‌يیزو قوماندانانو او مشرتابه ترمنځ د باور اړیکه زیانمنولی شي.

د پورتنیو ټکو ترڅنګ، د فاتح نه ملاوالی د نوموړي لپاره د کمزورۍ ټکی او طالبانو ته لویه پلمه ده. که وکتل شي، طالبانو له بریا وروسته داسې وښوده چې د واک په وېش کې تر سیمه‌ييزو قوماندانانو ډېر پر ملایانو، مولویانو او ایډيالوژیکو څېرو تکیه کوي. دا غوراوی هم تصادفي نه، بلکې د طالبانو له داخلي ماهیت سره تړاو لري. څرګنده ده چې د طالبانو مشروعیت تر هر څه وړاندې او تر ډېره پر سیمه‌ییزو او جګړه‌ییزو قوماندانانو نه، بلکې پر هغې بدنې ولاړ دی چې کلونه یې په دیني مدرسو کې روزنه لیدلې او د طالبانو جګړه «سیاسي سیالي» نه، بلکې «شرعي دنده» بولي. د طالبانو له مشر سره د دغه ټولي اړیکه «شخصي» نه، بلکې «اعتقادي» ده او همدا یې له مشر څخه د واټن اخیستلو شونتیا کموي.

په مقابل کې بیا ګڼ سیمه‌ییز قوماندانان، که څه هم د طالبانو په پوځي بریا کې یې ټاکونکی رول لرلی، تر ډېره د دې ډلې د ایډیولوژیک نظام محصول نه دي. ځينې یې د جمهوریت پر مهال د سیمه‌ییزو ملاحظاتو، له حکومت سره د اختلاف، بېوزلۍ یا نورو عواملو له امله له طالبانو سره یوځای شوي دي. هغوی د دې پر ځای چې پر ایډیالوژیکو اړیکو تکیه وي، پر قومي نفوذ، محلي شبکو او شخصي ځواک تکیه لري. د طالبانو د رهبرۍ له انده همدا ځانګړنه هغوی پر داسې ځواکونو بدلوي چې تل ازمایښت ته اړتیا لري. له همدې کبله، د طالبانو له بریا وروسته ډېرو بانفوذو سیمه‌ییزو قوماندانانو نه یوازې د واک دهلیزونو ته لار ونه مونده، بلکې ځینې یې له سپکاوي او کورناستي سره مخ شول. دا دوه‌ګونی چلند ښيي چې طالبان تر دې چې د افرادو د «جګړې مخینې» ته ارزښت ورکړي، د هغوی «ایډیولوژیکه وفاداري» معیار ګرځوي. له همدغه اړخه، د فاتح قضیه یوازې د یوه ناراضه قوماندان قضیه نه ده، بلکې داسې قضیه ده چې د نه ملاتوب له امله له پیله له شک سره مخ و.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ګوترېش: سخته ګرمي د نړۍ لپاره پر یوه مرګوني ګواښ بدله شوې ده
بهرني خبرونه

ګوتېرېش: سوله ساتي ځواکونه د نړۍ په خطرناکو سیمو کې د خلکو خدمت کوي

۲۸ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789840966]
خبرونه

په کونړ کې اووه ماشومان په ډله‌ییزه توګه تښتول شوي

۲۸ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789839265]
راتلونکی او برخلیک چې هره ورځ سبا ته ځنډول کېږي
د ښځې غږ

راتلونکی او برخلیک چې هره ورځ سبا ته ځنډول کېږي

۲۸ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789836602]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/9: گفت‌وگو با زهرا یگانه
۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.