• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د افغان ښځو انزوا، د افغانستان د پرمختګ لپاره ننګونه

لیکوال: جاوید میاخیل

 لیکوال: جاوید میاخیل لیکوال: جاوید میاخیل
۱۶ وری/حمل ۱۴۰۲ - ۵ اپرېل ۲۰۲۳ [t_time:1680705119]

په تېرو لسیزو کې له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژونده د افغان ښځو ایستنه یوه له هغو سترو مسایلو ده چې د افغانستان په پرمختګ باندې یې اغېز کړی دی. دغه چلند په افغاني ټولنه کې د کلتوري، ټولنیزو او سیاسي افکارو او عقایدو د خپریدو او غه راز په دې هیواد کې د جګړو او بهرنیو لاسوهنو له امله منځ رامنځته شوی دی. بې له شکه چې د افغانستان له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژونده د ښځو اېستلو د دغه هېواد پر پرمختګ ډېر اغېز لرلی دی.

په افغانستان کې د سختو او تبعیضي قوانینو له لارې د ښځو د حذف عملیات چې له شک پرته د جګړې او وسله والو شخړو له لارې کلونه وړاندې پیل شوي؛ خو د طالبانو له واکمنۍ سره دا بهیر په رسمي او سختو عملیاتو بدل شو. افغان ښځې په دې ټولنه کې د ژوند او کار د نامناسبو شرایطو له امله له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي. دا لیکنه د افغانستان په پرمختګ باندې د ښځو د حذف اغېزې څېړي.

په تېرو لسیزو کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته، افغان ښځې په خپل ژوند کې له پام وړ محدودیتونو سره مخ وې. بل خوا، افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو تر راتګ او د یوه ډیموکراټيک حکومت له جوړېدو وروسته، د ښځو د حقونو په تړاو ډېر سخت قوانین لغوه شول. له هغه وخت راهیسې افغان ښځو په سیاست، تعلیم او یو شمیر نورو برخو کې ونډه اخیستل پیل کړي دي. دغه کار د دې لامل شو، چې افغانستان د ترقۍ او پرمختګ پر لور روان شي. خو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره دغه پرمختګونه په یوه ناڅاپي ګوزار سره له منځه ولاړل. دا د طالبانو د رژيم له نظره عادلانه ده او هغوی د خپل پخواني رژيم په څېر پر ښځو محدوديتونه لګولي دي. ډېری افغان ښځې د کار او تحصیل پرېښودو ته اړې شوې دي.

په دې کې شک نه شته چې د ټولنې نیمه برخه ښځو جوړه کړې ده او نیمه نوره برخه یې د ښځې له خوا روزل کېږي. نو د یوې ټولنې د پرمختګ کچه په هغې ټولنه کې د لوستو خلکو په کچې پورې اړه لري.

په ټولنه او اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې له مشارکته د ښځو بې برخې کول د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې یوه له سترو ننګونو ده. ښځې په هره ټولنه کې د اړین او د پاموړ بشري ځواک په توګه باید په بېلابېلو فعالیتونو کې حضور ولري، څو د هیواد په پایښت لرونکي پرمختګ کې ونډه واخلي. دلته د افغانستان په پرمختګ باندې د ښځو د بې برخې کېدو اغېزې څېړو.

– اقتصادي پراختیا: د کرنې، کارخونو جوړولو او خدمتونو په ګډون په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د ښځو ونډه د هېواد له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کولای شي. دې ته په پام سره چې ښځې د نارینه وو په پرتله د کرنې په سکټور کې ډیر کار کوي، په دې برخه کې د هغوی حضور د تولیداتو له زیاتېدو او په ټولنه کې د بې وزلۍ له کمېدو سره مرسته کولای شي.

– ټولنیز پرمختګ: په ټولنه کې د ښځو حضور د روڼتیا، عدالت او ټولنیز انډول د زیاتېدو لامل کېږي. ښځې د ټولنیزو ستونزو لکه بې وزلۍ، تبعیض، تاوتریخوالي او بې روزګارۍ پر وړاندې د نارینه وو د برابرو شریکانو په توګه مبارزه کولای شي.

– کلتوري پرمختګ: په کلتوري او هنري فعالیتونو کې د ښځو ګډون د هېواد د رنګارنګۍ له زیاتولو او کلتوري بډاینې سره مرسته کوي. ښځې د کلتوري او تاریخي ارزښتونو په ساتلو او راتلونکو نسلونو ته د هغو په لېږد کې مهم رول لوبولای شي.

– سیاسي پرمختګ: په سیاست کې د ښځو حضور، د خلکو د استازو او پرېکړه کوونکو بنسټونو په توګه، پر دولتي فعالیتونو د څارنې او کنټرول د زیاتوالي لامل کېږي. دا د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ودې لامل کېږي. په افغانستان کې لا هم په سیاسي کچه د ښځو حضور محدود دی او دا د دې لامل کیږي، چې د ټولنې ډېری مسایل او د ښځو اړتیاوې له پامه غورځول شي، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې.

– ښوونیز پرمختګ: ښځې د کاري ځواک د یوې مهمې برخې او د راتلونکو نسلونو د روزونکو په توګه باید ښوونې او روزنې ته لا زیات لاسرسی ولري. د ښځو ښوونه او روزنه د لوړو زده کړو د کچې د زیاتوالي او په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون لپاره د هغوی د وړتیاوو د لوړېدو لامل کېږي.

په ټوله کې په ټولنو او اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې له مشارکته د ښځو بې برخې کول د افغانستان د پرمختګ د ظرفیت او وړتیا وو د کمېدو لامل کېږي، نو ښځو ته په دغو فعاليتونو کې د ګډون د زياتو فرصتونو برابرول به د هېواد اقتصادي، ټولنيز، کلتوري او سياسي وضعيت ښه کړي. په ټولنو کې له مشارکته د ښځو بې برخې کول د بېلابېلو دلایلو لکه جنسیتي تبعیض، تاوتریخوالي او ټولنیزو دودونو له امله رامنځته کېږي، خو په یوه ټولنه کې یې پایلې ډېرې جدي او مهمې دي. د ښځو بې برخې کول په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د دې بشري ځواک د ظرفیت او وړتیاوو د کمېدو لامل کېږي، چې د هېواد دوامداره پرمختګ تر خپل اغېز لاندې راولي. په اقتصادي اوعایداتي فعالیتونو کې د ښځو نه ګډون په ټولنه کې د تولیداتو د کموالي، د بې روزګارۍ د رامنځته کېدو او بې وزلۍ لامل ګرځي. له بلې خوا، په سیاسي پرېکړو کې د ښځو نه ګډون، د هغوی بېلو تجربو، نظریاتو او اړتیاوو په پام سره د دې لامل کېږي چې دغو اړتیاوو ته پام ونه شي او د ټولنې مهم مسایل له پامه وغورځول شي. له همدې امله، ښځې د پام وړ بشري ځواک په توګه، باید په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې حضور ولري څو د ټولنې له پایښت لرونکې پراختیا او پرمختګ سره مرسته وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

پسکوف: د سولې پلاوي ته د روسیې د کنګل شوې شتمنې لېږد لا وروستی شوی نه دی
بهرني خبرونه

پسکوف: د روسیې او اوکرایین امنیتي تضمینونه به په ابوظبۍ کې وارزول شي

۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793214446]
په فاریاب کې یوې ځوانې ښځې ځان‌وژنه وکړه
خبرونه

طالبانو په فاریاب کې یو چلوونکی له لفظي شخړې وروسته وژلی

۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793210889]
په اسپانیا کې د دوو اورګاډو ټکر؛ د قربانیانو شمېر ۶۴ ته لوړ شو
بهرني خبرونه

په اسپانیا کې د دوو اورګاډو ټکر؛ د قربانیانو شمېر ۶۴ ته لوړ شو

۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793210462]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د پاکستان په لیلام کې د افغان سوداګرو پانګه؛ د طالبانو د سیاستونو بیه څوک پرې کوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.