د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وايي، د روسیې او اوکرایین امنیتي تضمینونه به په هغې درېاړخیزې غونډې کې وارزول شي چې ټاکل شوې په نومبر میاشت کې د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ ښار کې جوړه شي.
ټاس خبري اژانس چهارشنبه د اکتوبر پر ۲۸مه راپور ورکړی چې پسکوف د امنیتي تضمینونو پر متقابلوالي ټینګار کړی دی.
دا ناسته داسې مهال جوړېدونکې ده چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړه لا دوام لري.
پسکوف ویلي چې امنیتي تضمینونه دې د دواړو غاړو لپاره په پام کې ونیول شي، خو په اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.





