۸صبح، فاریاب: سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په فاریاب کې یو عمر خوړلی موټر چلوونکی وژلی دی.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې د دغه ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په «عرب اقسای» سیمه کې یو چلوونکی له یوه طالب سره تر لفظي شخړې وروسته ویشتل شوی دی.
د سرچینو په خبره، دا کس ۵۵ کلن او خان اغا نومېده او د پښتونکوټ ولسوالۍ د «شکماني» کلي اوسېدونکی و.
سرچینې وايي چې دغه چلوونکي څو کسان لېږدول چې له یو طالب سره تر لفظي شخړې وروسته یې له موټره راکوز کړی او وژلی یې دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې دوه کسان وژل شوي او دغه راز په لغمان کې هم یو دوکاندار ویشتل شوی و.





