• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د اسراییلو ټاکنې؛ د ایتلافي حکومت ناڅرګند برخلیک

شجاع‌الدین امیني شجاع‌الدین امیني
۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793460063]
Social media

Social media

د اسراییلو ټاکنې د ارزښت له پلوه که د امریکا د منځمهالو ټاکنو پرتله ډېرې مهمې نه وي، کمې هم نه دي. هغه څه چې د دواړو ټاکنو ارزښت یې زیات کړی، د منځني ختیځ کړکېچن او بې‌ثباته وضعیت دی. تر ډېره داسې انګېرل کېږي چې که بنیامین نتنیاهو د دویم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه ونه ټاکل شي (چې تر اوسه نه دی شوی، خو د ایتلاف او بیاځلي ټاکنو د ترسره کولو له لارې یې بېرته واک ته د رسېدو احتمال هم بشپړ له منځه نه دی تللی) او په امریکا کې هم جمهوري غوښتونکي په کانګرس په ځانګړې توګه سنا کې خپل اکثریت له لاسه ورکړي، له ایران سره به د امریکا او اسراییلو جګړه سړه او په منځني ختیځ کې به یو نوی وضعیت رامنځته شي. تر دې دمه د اسراییلو د ټاکنو برخلیک روښانه شوی، خو د امریکا لا نه.

په اسراییلو کې ټاکنې وشوې، خو له درېیو بلاکونو (نتنیاهو، ایزنکوت او عربان) یوه هم په کنست (پارلمان) کې چې ۱۲۰ څوکۍ لري، ۶۱ څوکۍ ترلاسه نه کړې. د نتنیاهو بلاک ۵۳ څوکۍ، د ایزنکوت بلاک (د نتنیاهو مخالف ګوندونه – یاشار، یوځای، ډیموکراتان او اسراییل زموږ کور – راټول شوي) ۴۸ څوکۍ او د عربانو بلاک (چې دا هم له دوو ډلو، منصور عباس او درېیو نورو ګوندونو جوړ دی) ۱۹ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

اوس اصلي پوښتنه د نوي حکومت د جوړېدو څرنګوالی دی؛ داسې حکومت چې له ناچارۍ به د ګوندونو له ایتلافه جوړېږي، که نه د «ملي یووالي» حکومت جوړولو یا تازه ټاکنو ته به لار هواره شي. ښايي احتمالي نوی حکومت به د بېلابېلو سیاسي تمایلاتو استازیتوب وکړي؛ نه لکه اوسنی حکومت چې د اسراییلو په تاریخ کې تر ټولو ښي‌اړخی حکومت بلل کېږي. پر دغه ښي‌اړخي حکومت تور دی چې واک یې شخصي کړی او د نورو سیاسي ډلو غوښتنو او اندېښنو ته پام نه کوي. همدارنګه، دا حکومت تر اوسه د غزې، لوېدیځې غاړې او د لبنان د سویلي سیمو د اوسېدونکو د برخلیک په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته هم هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

له ظاهري وضعیته برېښي چې نتنیاهو به د ایتلاف جوړولو له لارې په اسانۍ د لومړي وزیر څوکۍ ترلاسه نه کړي. لامل یې هم څرګند دی: د نتنیاهو په بلاک کې داسې کسان شته چې سیکولر ځواکونه په اسانۍ نه مني. د بېلګې په توګه، د نتنیاهو بلاک له څلورو ګوندونو جوړ دی: مذهبي صهیونیزم او د یهودو ځواک (چې ملي – مذهبي ګوندونه بلل کېږي)، شاس او د تورات یهودیت اتحاد (چې بشپړ مذهبي ګوندونه دي). د دغو څلورو ګوندونو غوښتنې هم څرګندې دي: ملي – مذهبیان چې مشري یې اسموتریچ او بن‌ګویر کوي، د فلسطینیانو د له منځه وړلو او د هغوی د کورونو او مېنو د بشپړ اشغال په لټه دي او مذهبیان بیا له حکومته د لا ډېرو امتیازاتو او معافیتونو غوښتنه کوي؛ بې له دې چې په پوځ کې د خدمت یا د نورو مسوولیتونو د منلو زحمت پر ځان ومني.

سیکولر ځواکونه چې ډېری یې د ایزنکوت په بلاک کې راټول شوي، هېڅ یو یې په اسانۍ د نتنیاهو له افراطي ښي‌اړخو متحدانو(دواړه مذهبي او ملي – مذهبي) سره جوړ نه راځي. ان د «اسراییل زموږ کور» ګوند مشر اویګدور لیبرمن چې (اووه څوکۍ یې ګټلې) د نتنیاهو په بلاک کې له شاملو افراطي ډلو بېزاره دی؛ په داسې حال کې چې د فلسطین، حزب‌الله او ایران په اړه له هغوی سره ګډ نظر لري او ان په ځینو مواردو کې ترې سخت دریځه دی. لیبرمن چې سیکولر دی، نه غواړي مذهبي ښي‌اړخي ګوندونه – چې د حریدیانو استازیتوب کوي – له پراخو امتیازاتو برخمن وي؛ بې له دې چې د کومې چارې مسوولیت ومني. د مذهبي ښي‌اړخو ګوندونو غوښتنه دا ده چې حریدیان دې له پوځي خدمته معاف وي؛ خو سیکولر ځواکونه ورسره مخالفت کوي او په ټاکنیزو ژمنو کې یې هم د دغه معافیت په لرې کولو ټینګار کړی دی. دغه راز، نفتالي بېنت او یائیر لاپید (چې د «یوځای» ګوند مشري کوي او ۱۲ څوکۍ یې ګټلې) هم نه غواړي چې د نتنیاهو له اوسنیو متحدانو سره ایتلاف وکړي او دلته هم د سیکولر او مذهبي ډلو ترمنځ اختلاف او د پوځي خدمت له معافیته د برخمنېدو یا محرومېدو خبره مطرح ده.

مهمه دا چې همدا سیکولرې څېرې له اسموتریچ او بن‌ګویر سره په اسانۍ په یوې کابینې کې کار نه شي کولی. کله چې نتنیاهو هڅه کوي، که څه هم په ظاهري بڼه وي، له دغو دوو متحدانو چې د حکومت مهم غړي یې هم دي – ځان لرې وښيي او ټولې نظریې بشپړې ونه مني، څرګنده ده چې لیبرمن، بېنت او لاپید به تر دې هم ډېر ترې واټن ونیسي. د ایزنکوت او یائیر ګولان (د ډیموکراتانو ګوند – چې مرتص او کارګر ګوندونه – رهبري کوي) دریځ هم څرګند دی. نتنیاهو بې له دغه غوراوي بله چاره نه لري: د مخالف بلاک سیکولر ځواکونه یا هم هغه افراطي ښي‌اړخي چې لا ورسره متحدان دي. تر دې دمه نه دی توانېدلی چې دواړه لوري پر یوه ټغر راټول کړي.

سربېره پر دې، نه یوازې مذهبي او ملي – مذهبي ښي‌اړخي ګوندونو ته چې خپله نتنیاهو هم د ایزنکوت بلاک لپاره د منلو وړ نه دی. ایزنکوت او د مخالف بلاک نور ګوندونه نتنیاهو تورنوي چې د اسراییلو حیثیت یې له منځه وړی او که د تل‌ابیب پر وړاندې د «نسل‌وژنې» او «جنګي جنایتونو» خبره کېږي، لامل یې یوازې دا دی چې بي‌بي په حساسو شېبو کې په واک کې پاتې کېدو ته د ټولو اسراییلیانو پر ګډو ګټو لومړیتوب ورکړی دی. د نتنیاهو مخالفان چې د نوموړي د واکمنۍ د پای ته رسولو او د هغه د کمزوریو د رابرسېره کولو په شعار ټاکنیز ډګر ته راوتلي، اوس که له بي‌بي سره په یوه حکومت کې شریک شي، دا به ورته سیاسي بیه ولري او د ټاکنیزو شعارونو او ژمنو د ماتولو په مانا به یې وي. البته څنګه چې د ایزنکوت د بلاک سیکولر ځواکونه نه غواړي له مذهبي او ملي – مذهبي ښي‌اړخو سره ایتلاف وکړي، هغوی هم دغه ډول ایتلاف ته لېوالتیا نه لري. په دې منځ کې بیا ښايي یوازینی کس چې تر یو بریده نرمښت او انعطاف وښيي، خپله نتنیاهو به وي.

پاتې شو د اعرابو بلاک. دا بلاک هم خپله له دوو ډلو جوړ دی: ګډ لېست (چې له حدش، تعال او بلد ګوندونو جوړ دی) او رعام ګوند چې مشري یې منصور عباس کوي. منصور د اسراییلو د حکومتونو د هغو کړنو په اړه چې له فلسطینیانو سره یې کوي، تر نورو لږ انتقادي دریځ لري. هغه د لاپید په حکومت کې هم د وزیر په توګه دنده کړې ده. ځینې نوموړی د اخوان‌المسلمین تر اغېز لاندې هم بولي.

دلته له عربو ګوندونو سره ایتلاف دواړو سیالو ډلو ته برخلیک ټاکونکې او د بریا زمینه برابرولی شي. ایزنکوت له عربو ګوندونو سره اتحاد ته لېوالتیا لري، خو له ځینو ننګونو سره مخ دی، لکه د افراطي ښي‌اړخو له خوا د منفي تبلیغاتو چاپېریال رامنځته کول. د بېلګې په توګه، نتنیاهو رعام ګوند د حماس بل مخ بولي او پرلپسې یې پر ضد تبلیغات کوي. په داسې حال کې چې اسراییل له حماس سره په جګړه کې ښکېل دی، پر ضد یې تبلیغات هغه هم د اوسني برحاله لومړي وزیر له خوا، پر عامه افکارو اغېز کولی شي؛ هغه اندېښنې چې ایزنکوت یې له پامه نه شي غورځولی. البته د نتنیاهو دریځ څرګند دی: هېڅکله به له عربي ګوندونو سره ایتلاف ونه کړي او په حکومت کې به د ګډون حق ورنه کړي. دغه راز، عربي ګوندونه هم نه غواړي چې د نتنیاهو تر څنګ پاتې شي. یوه بله حل لاره هم مطرح ده: دا چې عربي ګوندونه په کابینه کې له ګډون پرته د ایزنکوت بلاک ته رایه ورکړي یا لږ تر لږه یې مخالفت ونه کړي؛ داسې وضعیت چې له تله به یې «اقلیتي حکومت» رامنځته شي.

له احتمالي بندښت څخه د وتلو لپاره د ملي یووالي حکومت جوړول هم د یوه غوراوي په توګه مطرح دی؛ داسې حکومت چې د یوې لیکلې هوکړې پر بنسټ به د دواړو سیالو بلاکونو له خوا اداره کېږي. دې ته په پام چې اسراییل په حساس پړاو کې دی او د حماس، حزب‌الله او ایران دوسیې لا پرانیستې دي، د ملي یووالي حکومت جوړول او د واک پر انحصار د سیاسي کشمکش مخنیوی، اړین برېښي. په دې منځ کې بیا د امریکا احتمالي لاسوهنه هم اغېزمن رول لرلی شي. ډونالډ ټرمپ کولی شي بیا ډګر ته په ننوتلو دواړه لوري د ملي یووالي حکومت منلو ته وهڅوي؛ څنګه چې په تېرو دوو ټاکنو کې یې له نتنیاهو ښکاره ملاتړ کړی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

عراقچي: ایران تل د هرمز تنګي ساتونکی و او پاتې به شي
بهرني خبرونه

عراقچي: ایران له امریکايي چارواکو سره د لیدلو پروګرام نه لري

۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793456409]
امریکا غواړي ۱۵۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي
خبرونه

امریکا غواړي ۱۵۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي

۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793455396]
خبرونه

طالبانو په کندهار کې د عامه تاسیساتو لپاره ځانګړې شوې ځمکه د مدرسې لپاره ځانګړې کړې

۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793452350]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.