د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تهران تر اوسه له امریکايي چارواکو سره لیدلو ته کوم پروګرام نه لري.
عراقچي شنبه د اکتوبر پر ۳۱مه له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي چې له واشنګټن سره مستقیمې او نامستقیمې خبرې د ایران د شرایطو له منل کېدو سره تړاو لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له تهران سره د خبرو لپاره د امریکا هڅه «مثبته» ارزولې ده.
نوموړي ویلي چې د خبرو د پیل لپاره یې د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي ونس لیک په لوړه کچه غونډو کې اروزلی دی.
هغه خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د دغه لیک د لېږلو موخه د اختلاف رامنځته کول وي، په وینا یې دا به د امریکا یوه بله تېروتنه وي چې د دغه هېواد پر پخوانیو تېروتنو به ورزیاته شي.





