۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وايي، طالبانو د کندهار ښار په ۷۰۰ جریبه ځمکه کې چې په تېر حکومت کې د دولتي ادارو او عامه تاسیساتو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې وه، مدرسه، جومات او کتابتون په کې جوړوي.
سرچینو شنبه د لړم پر ۹مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبتالله په دې اړه د تېر حکومت طرحه لرې کړې او په یاده ځمکه کې یې د دیني مدرسې د جوړولو امر کړی دی.
د سرچینو په وینا، دا ځمکه تر دې وړاندې د دولتي ادارو، مجهز روغتون، تفریحي ځایونو او شنو ساحو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې وه.
سرچینې زیاتوي، د تېر حکومت د دې طرحې اسناد او مدارک ښايي لا هم په کندهار ښاروالۍ او ښار جوړونې ریاست کې وي.
ورته مهال د کندهار یو شمېر اوسېدونکو په خواله شبکو کې له ملا هبتالله غوښتي چې له خپلې دې پرېکړې تېر شي او یاده ځمکه د عامه تاسیساتو جوړولو ته ځانګړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې ملا هبتالله غواړي په دې سیمه کې د ۳۸ میلیاردو افغانیو په لګښت مذهبي تاسیسات جوړ کړي.





