د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې امنیتي کابینې په غزه کې د اوربند هوکړه تائید کړې ده.
د اسرائیل لومړي وزیر دفتر په یو بیان کې زیاته کړې چې امنیتي کابینې جمعه د جنورۍ پر ۱۷مه د یوې غونډې په ترڅ کې د ډیپلوماټیکو، امنیتي او بشري اړخونو له ارزونۍ وروسته دا هوکړه تائید کړې ده.
د اسرائیل امنیتي کابینې ویلي چې دا هوکړه په غزه کې د هغه هېواد د جنګي موخو ملاتړې ده.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د قطر لومړي وزیر خبر ورکړی و چې حماس او اسرائیل تېره چهارشنبه په غزه کې د اوربند هوکړه کړې ده.





