۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل او حماس ترمنځ د درې پړاویز اوربند له هوکړې هرکلی کړی او د دغې هوکړې پر پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.
نوموړي وزارت پنجشنبه د مرغومې پر ۲۷مه، په یو بیان کې د امریکا د نوم له یادونې پرته د دې مهم اوربند په رامنځته کولو کې د قطر او مصر هڅې مهمې بللي او له یادو هېوادونو یې مننه کړې ده.
طالبانو غزې ته د بشري مرستو پر چټکتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې نړیوال بنسټونه او ښکېل هېوادونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې اسرائیل پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
په بیان کې راغلي دي: «طالبان به د تېر په څېر د افغان ملت په استازولۍ، د یو خپلواک فلسطیني دولت او فلسطیني ولس ملاتړ ته دوام ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دا هوکړه به راتلونکې یکشنبه د جنورۍ پر ۱۹مه پلي شي.
طالبانو په وار وار پر غزې د اسرائیل بریدونه غندلي او له حماس یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.





