د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند هوکړې په درشل کې د اسرائیل لومړي بنیامین نتنیاهو وايي، تر هغه وخته پورې چې د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو نوملړ نه وي خپور شوی، د اوربند هوکړه نه عملي کېږي.
د اسوشيټېډپرېس د راپور پر بنسټ، نتنیاهو یکشنبه د جنورۍ پر ۱۹مه ویلي، حماس تر اوسه د درېیو بندیانو نوملړ چې ټاکل شوې وه د یکشنبې ورځ د فلسطین له بندخونو ازاد شي، نه دی خپور کړی.
هغه ویلي، اسرائیل حق لري چې بیا پر غزه برید وکړي.
ټاکل شوې وه چې د حماس او تلبیب ترمنځ اوربند یکشنبه د جنورۍ پر ۱۹مه د اسرائیل پر سیمهییز وخت د سهار ۸:۳۰ بجې پېل شوی وای، خو تر اوسه نه دی شوی.
ورته مهال، د اسرائیل پوځ ویلي، پر غزه یې خپل بریدونه نه دي درولي او تر هغې به دوام ولري څو چې حماس د یرغمل شویو کسانو نوملړ نه وي خپور کړی.
دا په داسې حال کې ده چې حماس په یو بیان کې د یرغمل شویو کسانو د نوملړ د خپرېدو ځنډ تخنیکي ستونزه بللې او زیاته کړې یې ده چې د اوربند تړون ته ژمن دی.
د یادونې ده چې وړمه ورځ د اسرائیل امنیتي کابینې په غزه کې د اوربند هوکړه تائید کړې وه.
تر اوسه د اسرائیل په بریدونو کې له ۴۶ زرو څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
همداراز د حماس د اکتوبر د ۷مې د برید په پایله کې شاوخوا یو زرو ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.
د دې جګړې له پېل راهیسې د غزې ۹۰ سلنه خلک بې ځایه شوي دي.





