۸صبح، کابل: په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د افغانستان په شمال کې له زلزله ځپلو سره د دغه هېواد بېړنۍ مرستې کابل ته رسېدلې دي.
نوموړي سفارت شنبه د لړم پر ۱۷مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې په دغو مرستو کې کمپلې او توشک دي او ټاکل شوې د افغانستان شمالي ولایتونو ته واستول شوې شي.
یاد سفارت زیاته کړې چې دا مرستې افغاني سرې میاشتې ټولنې او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ته سپارل شوې دي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموتو ویلي: «هیله لرم دا بېړنۍ مرستې په بېړه هغو ته ورسېږي چې ډېره اړتیا ورته لري. د جاپان خلک په دغه سخت وضعیت کې خپل یووالی له افغانانو سره اعلانوي.»
د یادونې ده چې تېره اوونۍ د ريښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د کابل په ګډون د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د هېواد په شمال کې د تېرې اوونۍ زلزلې له کبله ۲۷ کسان مړه او ۹۵۶ کسان ټپيان شوي دي.





