جو بایډن په یوه نااعلان شوي سفر کي‌یف ته تللی دی

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کي‌یف ته رسېدلی دی.

ګارډین ورځپاڼې دوشنبه د فبرورۍ  پر ۲۰ نېټه راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر کي‌یف ته له رسېدو وروسته د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره کتلي دي.

کي‌یف ته د جو بایډن ناڅاپي سفر اروپا ته د هغه د پلان شوي سفر په ماښام ترسره شوی.

کي‌یف ته د امریکا د ولسمشر ورتګ په داسې حال کې دی، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شوی دی؛ دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې سره سلا مشورې کوي ترڅو کي‌یف ته وسلې ورکړي.

امریکا د روسیې پر وړاندې د اوکراین یو له مهمو متحدینو او ملاتړو څخه ده. په تېر کال کې کي‌يف له واشنګټن څخه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلو مرسته ترلاسه کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button