۸صبح، کابل: د طالبانو او ایران ترمنځ د قونسلي ګډې کمېټې پنځمه ناسته جوړه شوه او دواړو د کډوالو پر ستونزو، قونسلي خدماتو او په دې برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چهارشنبه د چنګاښ پر ۲۴مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې دا ناسته د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال محمد نعیم او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال وحید جلالزاده په مشرۍ جوړه شوې وه.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو غاړو د ګډو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړې او د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام یې ټينګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو غاړو ژمنه کړې چې د شته ستونزو د هواري، د همغږۍ پياوړتیا او د قونسلي همکاریو د پراختیا په موخه به په راتلونکي کې هم د ګډې کمېټې غونډې منظمې دوام کوي.





