د اردن پوځ اعلان کړی چې له ايرانه توغول شوي څلور بالسټيک توغندي يې چې د دغه هېواد هوايي حريم ته داخل شوي وو، تعقيب او نسکور کړي دي.
الجزيرې، چهارشنبه د جولای پر ۱۵مه، راپور ورکړی چې دغه بالسټيک توغندي نن سهار له ايرانه اردن ته توغول شوي وو.
د راپور له مخې، د اردن پوځ ویلي چې د ګواښونو د مخنيوي لپاره په لوړه کچه چمتووالی لري او په منځني ختيځ کې حالات څاري.
دا په داسې حال کې ده چې د ايران سپاه پاسداران په اردن کې پر «ازرق» هوايي اډې د توغنديزو بريدونو خبر ورکړی او ادعا يې کړې چې امريکايي جنګي الوتکو او بېپيلوټه الوتکو ته يې زيان رسولی دی.





