د اردن وسلهوالو ځواکونو ویلي چې له ایرانه د دغه هېواد پر لور له توغول شويو ۲۰ بالسټيک توغندیو یې ۱۸ شنډ کړي دي.
الجزیرې چهارشنبه د سپټمبر پر ۹مه، راپور ورکړی چې دوه بالسټیک توغندي چې له ایرانه توغول شوي وو، له شنډولو پرته راپرېوتي دي.
د راپور له مخې، د اردن پوځ ویلي چې د ايران ۱۸ بالسټیک توغندي یې په بریالیتوب سره شنډ او له منځه وړي دي.
د اردن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ویلي چې دغه هېواد په تېرو څو ساعتونو کې د ایران له خوا د توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني رسنیو د بالسټیک توغندیو په مټ په اردن کې د امریکا پر هوايي اډو د بریدونو خبر ورکړی دی.
بلخوا، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دغو توغندیزو بریدونو کې یې په اردن کې د امریکا پوځي اډو ته زیان اړولی دی.





