د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا د پرلهپسې پرچاوۍ او د دې ښار په بېلابېلو سیمو کې برېښنا ته د لاسرسي د ساعتونو له کمېدو شکایت کوي. دوی وايي، په وروستیو ورځو کې د برېښنا پرلهپسې او اوږدمهاله پرې کېدو د دوی ورځني ژوند ستونزمن کړی او ډېرې کورنۍ یې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د دوی په وینا، د کابل په ځینو سیمو کې برېښنا په شپه او ورځ کې یوازې شاوخوا پنځه ساعته وي. د کابل اوسېدونکي د دې وضعیت د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د برېښنا پرلهپسې پرې کېدل په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د کورنیو ستونزې دوه برابره کوي.
عمر (مستعار نوم)، د کابل اوسېدونکی، د دې ښار په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا د پرلهپسې پرې کېدو له زیاتوالي شکایت کوي. د هغه په وینا، په وروستیو ورځو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا پرې کېدل ډېر شوي او دې چارې د ښاریانو ورځنی ژوند لا ستونزمن کړی دی.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «یوازې زه له دې ستونزې سره نه یم مخ، بلکې د کابل د ټولو اوسېدونکو وضعیت همداسې دی. له بلې خوا، هوا ورځ تر بلې سړېږي او د ګازو د لوړې بیې له امله د کورونو د تودولو لپاره د سونتوکو د پېرلو وس هم نه لرو.»
د کابل د خیرخانې اوسېدونکې زینب (مستعار نوم) هم د برېښنا له پرلهپسې او اوږدمهاله پرې کېدو شکایت کوي. د هغې په وینا، د ورځې او شپې په اوږدو کې د دې سیمې اوسېدونکي په ټولیز ډول یوازې شاوخوا پنځه ساعته برېښنا لري او په پاتې ساعتونو کې برېښنا پرې وي.
دغه مېرمن وايي: «د ورځې په اوږدو کې برېښنا شاوخوا پنځه ساعته یا لږ څه زیاته او کمه وي. د شپې هم کله ناکله د شپې شاوخوا ۱۲ یا د سهار یوه بجه برېښنا راځي، خو لږه شېبه وروسته بېرته پرې کېږي. د برېښنا پرې کېدل منظم نه دي او کله د سهار له اوو بجو د شپې تر نهو بجو پورې برېښنا نه لرو. ان داسې هم شوي چې تر ۱۲ ساعتونو پورې برېښنا نه ده راغلې.»
زینب زیاتوي چې د برېښنا پرلهپسې پرې کېدو د هغې په ورځني ژوند او کار کې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي. هغه وايي: «د برېښنا د نشتوالي له امله مې د موبایل او کمپیوټر چارج خلاصېږي او دې چارې زما د کارونو په کولو کې خنډونه رامنځته کړي دي. کله ناکله د کورنۍ غړي غواړو چې یوځای کېنو او ټلوېزیون وګورو، خو یا برېښنا نه وي او یا هم لږه شېبه وروسته پرې شي. ځینې کورنۍ د خپلو کورونو د تودولو لپاره هم له برېښنا کار اخلي چې د هوا په سړېدو او د برېښنا د پرې کېدو په دوام سره د دغو کورنیو ستونزې څو برابره شوې دي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی تواب (مستعار نوم) وايي چې د برېښنا پرلهپسې پرې کېدو د ښاریانو پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړې او ژوند یې له ګڼو کړاوونو سره مخ کړی دی. د هغه په وینا، سره له دې چې کابل د هېواد پلازمېنه ده او یو شمېر ادارې، دولتي دفترونه او لویې فابریکې پکې فعالیت کوي، خو ښاریان د برېښنا له سخت کمښت سره مخ دي. هغه وايي چې د ورځې او شپې په اوږدو کې تر پنځو ساعتونو ډېرې برېښنا ته لاسرسی نه لري او ښايي د نورو ولایتونو وضعیت تر دې هم ستونزمن وي.
هغه وايي: «نور دا وضعیت د برېښنا کمښت نه شو بللی، بلکې له برېښنا له نشتوالي سره مخ یو. له یوې خوا د ګازو او تېلو بیې لوړې شوې او له بلې خوا د برېښنا پرې کېدل هم ډېر شوي دي. د هوا په سړېدو سره د خلکو ستونزې څو برابره شوې، خو د برېښنا رسولو په سیسټم کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی. په هر حکومت کې چې وي، خلکو په ژمي کې له یخنۍ او په اوړي کې له ګرمۍ سره د برېښنا د نشتوالي ستونزه لرلې ده.»
تواب زیاتوي چې دې وضعیت په ځانګړي ډول هغو کسانو ته لا ډېرې ستونزې جوړې کړې چې د انټرنېټ له لارې کار کوي.
هغه وايي: «زما په څېر کسان چې انلاین کار کوي، د کار د دوام لپاره موبایل، کمپیوټر او پاوربانک ته اړتیا لري. خو کله چې برېښنا د اوږدې مودې لپاره پرې وي، د دغو وسایلو چارج هم ژر خلاصېږي او په پایله کې زموږ د کار بهیر ګډوډېږي.»
د کابل د ګذرګاه سیمې اوسېدونکې شکیبا (مستعار نوم) هم د برېښنا له پرلهپسې پرې کېدو شکایت کوي. د هغې په وینا، د برېښنا نامنظم راتګ او پرې کېدو د دې سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې او ورځنی ژوند یې له کړاوونو سره مخ کړی دی.
هغه وايي: «موږ هم په ژمي او هم په اوړي کې د برېښنا له کمښت سره مخ یو. برېښنا د سهار په اوو بجو راځي، خو د غرمې شاوخوا ۱۱ بجې بېرته پرې کېږي او تر ماښامه نه راځي. برېښنا معمولاً د شپې ناوخته، هغه مهال بېرته راځي چې ډېری خلک ویده وي.»
د کابل د کوتل سیمې اوسېدونکې نویده (مستعار نوم) وايي چې دغه سیمه تر اوسه د ښاري برېښنا له شبکې سره نه ده نښلول شوې. د هغې په وینا، ټاکل شوې وه چې د جمهوري نظام پر مهال دې سیمې ته برېښنا ولېږدول شي، خو د طالبانو په واکمنېدو سره دغه پلان عملي نه شو.
هغه وايي: «زموږ په سیمه کې هېڅ ښاري برېښنا نشته. ټاکل شوې وه چې د جمهوري نظام پر مهال زموږ سیمې ته برېښنا را وغځول شي، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هم دا کار ونه شو. له همدې امله، موږ له لمریز سیسټمه کار اخلو او ټلوېزیون، موبایل، څراغونه او نور برېښنايي وسایل د لمریزې برېښنا په وسیله چلوو. اوس په دې برخه کې کومه ستونزه نه لرو او د ورځې په ټولو ۲۴ ساعتونو کې برېښنا ته لاسرسی لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر (UNDP) ویلي وو چې افغانستان د خپلې اړتیا وړ تر ۸۰ سلنې ډېره برېښنا له بهره واردوي او هر کال د برېښنا پر واردولو څه باندې ۲۸۰ میلیونه ډالره لګوي.
دغه سازمان راپور ورکړی و چې افغانستان سره له دې چې پر وارداتي برېښنا ډېره تکیه لري، د څه باندې ۲۲۰ ګېګاواټه لمریزې انرژۍ د تولید وړتیا لري.






