• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کابل د یوه بل ژمي په درشل کې؛ د ښاریانو له مرستې پرته د کابل هوا د ککړتيا کمښت ناشونی دی

عبدالاحد حسينی

عبدالاحد حسينی عبدالاحد حسينی
۵ لړم/عقرب ۱۳۹۹ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۰ [t_time:1603733626]

د ژمي موسم په پيلېدو سره په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا کچه لوړېږي. په دې موسم کې کابل ښاریان د خپلو کورونو، حمامونو او لوړ پوړو ودانيو کې د تودولو لپاره له نه تصفيه شويو انرژيو او ډبرو سکرو څخه ګټه پورته کوي. خو د چاپېريال ساتنې اړوند بنسټونه خبرداری ورکوي چې په راروان ژمي کې بايد ښاريان د پلازمېنې هوا ککړه نکړي، ځکه چې د چاپېريال ساتنې اړوند فعالينو په وينا، په داسې حال کې د پلازمېنې اوسېدونکي د دوو وژونکو دښمنانو «د کرونا دويمې څپې او ککړې هوا» سره مخ دي، بايد د چاپېریال د پاک ساتنې په برخه کې ډېر کار وکړي.
دا چارواکي کابل ښاريانو ته سپارښتنه کوي چې له پاکو انرژيو لکه: برېښنا او ګازه د خپلو کورونو، لوړپوړيزو ودانيو او حمامونو د ګرمولو لپاره ګټه پورته کړي، بايد د خپلو کورونو د تودوخې سيستمونو لپاره د لوګي فلترونو ولګوي او پرته له دې به يې د فعاليت مخه ونيسي.
ددې بنسټونو چارواکي خبرداری ورکوي چې د چاپېريال ککړول جرم دی او مجرمين په لومړيو کې نغدي جريمه کېږي او چې چلند یې روغ نشو، بیا به عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د هوا ککړتيا په يوې جدي ستونزې اوښتې وه او د نړۍ په کچه کابل تر ټولو ککړو ښارونو څخه پېژندل شوی و. د هوا ککړتيا ددې سبب شوې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د هوا د ککړتيا سره د مبارزې کمېسيون رامنځته کړي. د چاپېريال ساتنې ملي ادارې وياند او د عامه اړيکو او پوهاوي رييس قاسم رحيمي له ۸صبح سره په خبرو کې وويل «د هوا ککړتيا سره د مبارزې کړنلاره يا مقرره تعديل شوې او په هغې کې حقوقي او مقرراتي سپارښتنې جدي شوي دي.» نوموړي وويل چې په دې کړنلاره کې د هوا ککړوونکو سرچينو لپاره نغدي جريمې او عدلي او قضايي بنسټونو ته يې معرفي کېدل په پام کې نيول شوي دي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې وياند وويل چې په راروان موسم کې د هوا د ککړتيا د مخنيوي په موخه ټولو لوړو ودانيو، حمامونو، حوضونو او ککړوونکو سرچينو ته سپارښتنې په پام کې نيول شوې چې د لوګي فلترونه ولګوي او ددې کار د نه عملي کولو پر مهال به د دوی د تسخين سيستمونو ته د فعاليت اجازه ورنکړل شي.
نوموړي په همدې اساس له ښاريانو او کرايه کوونکو وغوښتل چې که کوم کور يا بلاک په کرايه نيسي؛ نو د تودولو له سيستمه دې يې څارنه وکړي او چې د لوګي د فلتر سيستم ونلري، نو په کرايه دې نه نيسي.
رحيمي کابل ښار د هوا ککړتيا څخه يو ترټولو زيان منونکی ښار وباله او ويې ويل «لکه څنګه چې کابل ښار شاوخواته غرونه پراته دي، نو د هوا په سړېدو سره د باد او شمال کچه کمه کېږي او دا ددې سبب کېږي چې د مضره ګازونو تراکم ډېر شي. نوموړي وويل چې په همدې دليل يې د هوا ککړتيا د مخنيوي په پار لارښوده کړنلاره خپره کړې چې د هغه په اساس به تر يوې مياشتې پورې د لوړپوړيزو ودانيو او ککړوونکو سرچينو خاوندان، د تسخين پخپلو سيستمونو کې د لوګي فلترونه نصب کړي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که دا کار ونشي، نو له کارخونو څخه به د فعاليت جوازونه واخيستل شي او خاوندان به يې عدلي او قضايي بنسټونو ته وروپېژندل شي. د چاپېريال ساتنې ملي ادارې وياند همدارنګه وويل چې د نقليه وسايطو په اړه هم وړاندوینه شوې ده او ټول نقليه وسايط چک و اروزول کېږي. نوموړي وويل چې په دې برخه کې د ترانسپورت وزارت او د ترافيکو رياست دنده لري څو نقليه وسايط چک او وارزوي او که چېرې لوګي زېږوونکي وي؛ نو د تګ او راتګ مخه دې یې ونيول شي.
نوموړي خبرداری ورکړ که چېرې دا موټر جوړ نشي، نو خاوندان به يې جريمه او د پاملرنې نه کولو پر مهال به عدلي او قضايي بنسټونو ته وروپېژندل شي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې وياند د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې په اوږدمهاله برنامو کې ياده اداره په پام کې لري چې زرغون کمربند رامنځته کړي. ښاغلي رحيمي وويل چې په دې پروګرام کې په کابل ښار کې به د نيالګيو د کښېنولو موضوع وده وکړي او د هوا ککړتيا د کموالي په موخه به د کابل ښار زرغون چاپېريال پراخ شي. ښاغلي قاسم رحيمي وويل چې يوازې مقررات بسنه نه کوي او خلک بايد خپل حقوقي او ښاروندۍ مسووليت درک کړي او له دولت سره د هوا ککړتيا سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي. نوموړي وويل: «خپلو ټولو نیمګړتیاوو ته په کتو سره بايد له دې ننګونې سره مبارزه وکړو. خلک بايد چاپېريالي مسائل په پام کې ونيسي. تمه لرو چې دوامداره پراختيا د چاپېريالي مسائلو په پام کې نيولو سره ترسره شي. که پاملرنه ونشي نو ممکنه ده چې له ننګونې سره مخ شو».
په ورته وخت کې د کابل چاپېريال ساتنې رييس کاظم همايون، په راروان ژمي کې د هوا ککړتيا کچه لوړه ښيي. نوموړي ۸صبح سره په خبرو کې وويل: «ښايي سږ کال د ککړتيا کچه د تېر کال په پرتله، په تیره د هوا له سړېدو سره، ډېره شي.
نوموړي وويل چې د هوا ککړتيا د کموالي لپاره يې ځيني کارونه ترسره کړي او ځيني کارونه په پام کې لري.
همايون وويل: «لکه څرنګه چې د هوا د ککړتيا ۶۰ سلنه د خلکو د نه پوهاوي له امله وه، نو کور په کور يې د عامه پوهاوي او د «برگ سبز و تحفه درویش» پروګرام عملي کړی او د چنګاښ تر مياشتې يې زرګونو کورنيو ته عامه پوهاوی ورکړي او بروشرې يې پرې وېشلي.
د کابل د چاپېريال ساتنې رييس همدارنګه وويل چې له چنګاښ مياشتې وروسته يې يو ډېتابېس جوړ کړ چې ټولې لوګي خپروونکې سرچينې يې موندلي او په جي پي اېس کې يې ثبت کړي دي.
نوموړي وويل: «موږ د ۱۴ ولسواليو په ۲۲ ناحيو کې څلور زره او ۱۸۳ لوګي خپروونکې سرچينې پېژندلي او تر پوښښ لاندې مو نيولې دي. له لسو ورځو راهيسې مو له لوګي خپروونکو سرچينو څخه څارنه پيل کړې ده. موږ له لوړپوړيزو ودانیو، حمامونو او نورو لوګي خپروونکو اصنافو څارنه کړی ده. موږ د کال تر پايه خپلو څارنو ته دوام ورکوو».
ښاغلي همايون وويل چې د هوا ککړتيا په تړاو يې له ولسمشر او لومړي مرستيال يوه ناسته لرله. نوموړي وويل چې په دې ناسته کې د چاپېريال ساتنې رياست طرحه دا وه چې په تسخينخونو کې د ډبرو سکرو کارول منعه شي، ځکه چې په ترکيب کې خطرناکه عناصر او درانه فلزات لري او د هغه پر ځای دې د ګازو قيمت ثابت وساتل شي څو هېوادوال د خپلو کورونو په تودولو کې تر ډېره له پاکو انرژيو ګټه پوره کړي. ښاغلي همايون وويل چې ارګ ياده طرحه نه ده منلې او د ډبرو سکرو په کارولو يې ټينګار کړی دی.
د نوموړي په وينا چې د ارګ استدلال دادی چې د ډبرو سکرو کارول، دولت ته له ۱۲۰ نيولې ترې ۱۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو پورې ګټه لري، نو په همدې اساس يې بايد کارول منعه نشي. دا په داسې حال کې ده چې د تېلو او ګازو ادارې څه موده وړاندې ويلي ؤ چې خپل زېرمتونونه او ذخاير يې له ګازو او تېلو ډک کړي او هڅه لري چې د هرات، آقينې او حيرتان له بندرونو د اوبلنو ګازو د لېږد بهير ګړندی کړي.
د يادې ادارې په وينا، د ښارګوټو، لوړپوړيزو ودانيو او اصنافو د سونګ سيستمونو د تغيير پرمهال دا اداره چمتو ده چې له خصوصي سکتور سره په همغږۍ کې د اړتيا مطابق ګاز برابر کړي.
د کابل د چاپېريال ساتنې ادارې رييس د خپلو خبرو په دوام وويل چې د ژمي په موسم کې د هوا د ککړتيا کچه لوړه ده او جدي خطرات کابل ښاريان ګواښي. نوموړي خبرداری ورکړ چې د دولتي بنسټونو او خلکو د نه همکارۍ پر مهال به د ککړوونکو کچه به له ستندرد اندازې پورته شي.
نوموړي همدارنګه د کرونا ويروس دویمې څپې ته په اشارې سره وويل چې کرونا هم د ډبرو سکرو په څېر د انسان سږي او زړه ته جدي زیانونه اړوي، په همدې دليل يې ارګ ته د ډبرو سکرو د بندېدو وړانديز کړی و، خو ارګ دا وړانديز نه دی منلی.
کومې ناحيې ډېرې زيان ليدونکې دي؟
له بل پلوه د کابل د چاپېريال ساتنې ادارې رييس وايي چې د کابل زيان ليدونکې سيمې يې پېژندلې دي. ښاغلی همايون وايي هغه سيمو کې چې په پراخه کچه بېوزلي ده او چاپېريالي عدالت نه دی مراعت شوی، نو هغو ځايونو کې د هوا ککړوونکې سرچينې ډېرې دي. د نوموړي په وينا د کابل ښار يوولسمه، ديارلسمه، اوولسمه او اتلسمه ناحیې هغه حوزې دي چې ډېر زيان ليدونکي دي.
ښاغلي همايون وويل چې په د وګړو زیاتوالي ته په کتو سره په يوولسمه او اوولسمه حوزه کې د هوا ککړتيا ډېره ده. هغه وويل هغه ککړوونکي چې په دې دوو حوزو کې توليدېږي، تر ډېره د «کلوله پشتې» او «کلای زمانخان» سيمې تر پوښښ لاندې نيسي. همدرانګه د کابل په لويديځ کې دوه حوزې د ډېرو وګړو، بېوزلۍ، غير معياري کورونو او لوګي خپروونکو سرچينو د کارولو په سبب تر ټولو ډېر زيان ویني.
ښاغلي همايون د خپلو خبرو په دوام وويل چې د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره د زرغون اقتصاد بحث په پام کې لري. هغه وويل چې د ماليې وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته يې وړانديز کړی دی چې پر لوګي خپروونکو سرچينو دې ماليات لوړ او د کارکوونکو ماليات دې کم کړی. د کابل د چاپېريال ساتنې رييس وويل: «موږ بايد نوی اقتصاد رامنځته کړو څو پر کاري ځواک ماليات کم او د هوا پر ککړونکو ماليات لوړ شي. پر کاري ځواک باندې د مالياتو راټيټول د اقتصاد پوهانو د تائيد وړ هم ده. که پر ډبرو سکرو ماليات لوړ کړو، نو د ډبرو سکرو قيمت لوړېږي او ټوله پانګونه پر پاکو انرژيو کېږي. کله چې د ډبرو سکرو بیه ټیټه وي، نو څوک د پاکې انرژۍ کارولو ته زړه نه ښه کوي».
تېر کال د کابل ښاریانو لپاره د هوا ککړتيا يوه جدي ستونزه وه. د هوا ککړتيا کچه په دومره اندازه ډېره شوې وه چې ولسمشر هغه وژونکې ګڼلې وه او د کموالي او مخنيوي لپاره يې يو کميسيون رامنځته کړ. که څه هم تېر کال ځينې برنامې لکه: اکوتاژ، د ډبرو سکرو نه کارولو کمپاين او ځيني نور پروګرامونه ترسره شول، خو دومره ګټور نه و. اوس به وليدل شي چې د چاپېريال ساتنې رياست دا پروګرام د ککړتيا کچه څومره کمولی شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791916420]
په ننګرهار کې پر یو کور د تندر لوېدو پېښه؛ دوه کسان ټپيان شوي
خبرونه

په ننګرهار کې پر یو کور د تندر لوېدو پېښه؛ دوه کسان ټپيان شوي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791914054]
په کونړ کې د سېلابونو له کبله درې کسان ټپيان شوي
خبرونه

په کونړ کې د سېلابونو له کبله درې کسان ټپيان شوي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791911542]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.