د راپورونو په حواله، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماندې کاملا هرېس د مینسوتا ایالت والي ټيم والز خپل مرستیال ټاکلی دی.
سياېناېن سهشنبه د اګست پر ۶مه راپور ورکړی چې د والز ټاکل د امریکا ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د جغرافیايي او جمعیتي کیلۍ ښکاروندي کوي.
کاملا هرېس له هغې وروسته د دیموکرات ګوند نومانده شوه چې ولسمشر جو بایډن له ټاکنیزو سیالیو په شا شو.
هرېس او د هغه مرستیال له دونالډ ټرمپ سره د ټاکنیزو سیالیو لپاره په تیاري بوخت دي.
د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند دونالډ ټرمپ بیا سناتور جی ډي وینس خپل مرستیال ټاکلی دی.
د وروستیو نظرپوښتنو له مخې، د بایډن په پرتله هرېس له جمهوري غوښتونکي سیال سره د سیالۍ لپاره په ښه دریځ کې ده.





