۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو تعقیب او څارنې، د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی او د ازاد تګ راتګ مخه یې نیسي.
سرچینو سهشنبه د تلې پر ۲۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د کندهار ځينې اوسېدونکي د محتسبانو له چلنده شکایت لري او دغه وضعیت ته یې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د کندهار یو اوسېدونکی وايي چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان یې د کورنۍ غړي تر څار لاندې نیسي او د کار پر لور له کوره د وتلو پر مهال یې تعقیبوي.
نوموړي زیاته کړې چې دا وضعیت د دې لامل شوی چې ونه توانېږي په ارام زړه د ورځنيو کارونو او د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کوره ووځي.
د کندهار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر له مسوولانو غوښتي چې دا شکایتونه وارزوي او د محتسبانو پر چلند څارنه وکړي.
هغوی ټينګار کوي چې د جرم پر مهال چمتو دي چې د طالبانو د اصولو له مخې ځواب ورکړي خو غوښتنه یې کړې چې له جرم پرته دې ورسره سخت چلند نه کېږي.
سرچینې وايي چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبانو چلند یوازې تر کندهاره محدود نه دی او د افغانستان د ځينو نورو ولایتونو اوسېدونکي یې هم له چلنده ناراضه دي.





