د کندهار پوهنتون ځينې استادان او محصلان وایي چې د طالبانو د محتسبانو دوامداره څار او فشارونو د دغه پوهنتون علمي او اکاډمیک چاپېریال سخت اغېزمن کړی دی. د هغوی په وینا، د طالبانو محتسبان په دوامداره توګه د پوهنتون اداري برخې او درسي ټولګي، د استادانو او محصلانو ږیرې، خولۍ او پګرۍ څاري او له هغو سره چې ټاکل شویو تګلارو ته پاملرنه نه کوي، سخت چلند کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د لوړو زدهکړو وزارت په یوه تازه اقدام کې یو ځل بیا د کندهار پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته ویلي چې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په ازموینه کې ګډون وکړي.
په دغه پوهنتون کې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبانو ټولو استادانو او اداري کارکوونکو ته ویلي چې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به د یاد قانون په اړه ترې ازموینه واخیستل شي. د سرچینو په وینا، له استادانو او اداري کارکوونکو غوښتل شوي چې د دغه قانون ټول مواد او احکام بشپړ حفظ کړي، څو د محتسبانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړای شي. دوی زیاتوي، چې دا ازموینه به په شفاهي توګه واخیستل شي.
د کندهار پوهنتون استاد صفي (مستعار نوم) وایي: «موږ د نوي تحصیلي کال په پیل کې یو. د درسي پروګرامونو او اړوندو چارو تنظیم باید له پیله په منظم ډول ترسره شي، څو د کال په اوږدو کې ټاکل شویو موخو ته ورسېږو. خو طالبان په دا ډول غیرضروري کړونو ټول بهیر ګډوډوي. دا کړنې یوازې د استادانو د سپکاوي لپاره ترسره کېږي؛ اوس به یو پوهاند استاد د یوه نالوستي محتسب پوښتنو ته ځواب وایي.»
سرچینې وایي چې په دغه پوهنتون کې د طالبانو اړوند دوه جلا دفترونه، «د دعوت او ارشاد» او «احکامو او فرامینو» په نومونو جوړ شوي دي. د سرچینو په وینا، د طالبانو اووه محتسبان د دغو دفترونو له لارې پر استادانو او محصلانو څار کوي. دا محتسبان په دوامداره توګه اداري برخو او درسي ټولګیو ته ځي او د جامو، ږیرې، خولۍ او پګړۍ له پلوه د استادانو او محصلانو ظاهري بڼه ګوري.
سرچینې ادعا کوي، که کوم استاد یا محصل په ټولګي کې خولۍ یا پګړۍ ونه لري، یا یې ږیره له ټاکل شویو معیارونو سره سمون ونه خوري، د محتسبانو له سپکوونکې چلند سره مخ کېږي.
دپوهنتون محصل ګل (مستعار نوم) وایي: «موږ د استاد درس ته په پوره پام غوږ نیسو، خو ناڅاپه څو محتسبان له اجازې پرته ټولګي ته راننوځي. زموږ ټول پام د استاد درس ته وي، خو د محتسبانو په راتګ سره هر څه ګډوډېږي. دوی د استادانو او محصلانو ظاهري بڼه څېړي، څو معلومه کړي چې څوک په ټولګي کې له خولۍ یا پګړۍ پرته ناست دی او چا خپله ږیره لنډه کړې ده. دوی پر ډېرو وړو مسایلو هم سپکوونکې خبرې کوي او د ټولګي محصلان سپکوی.»
د پوهنتون سرچینې همداراز زیاتوي چې د احکامو او فرامینو په څانګه کې درې ملايان فعالیت کوي چې په مستقیم ډول د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د دفتر له لورې ګومارل شوي او دغه کسان په جلا توګه د پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو فعالیتونه څاري. د سرچینو په خبره، دا کسان په ځانګړې توګه د استادانو او اداري کارکوونکو له لوري د ځیرک موبایلونو کارول او ورته نورې چارې څاري او کله کله د استادانو او کارکوونکو جیبونه او د اداري څانګو مېزونه هم تلاشي کوي.
د کندهار پوهنتون یو بل استاد شفیع (مستعار نوم) وایي چې د طالبانو روانو فشارونو د دغه پوهنتون علمي نظام له کلکو ستونزو سره مخ کړی دی. د هغه په وینا، پر استادانو او محصلانو د زور او فشار له لارې د طالبانو د سختدریځو تګلارو د پلي کولو هڅې د څېړنو زمینه محدودوي او د زدهکړو کیفیت راټیټوي.
د کندهار پوهنتون هغه محصلان چې له لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو دغه پوهنتون ته راغلي، په لیلیه کې د استوګنې، خوراکي توکو او بدلې اعاشې د ترلاسه کولو په برخه کې هم له ستونزو شکایت لری.
د دغه پوهنتون محصل متین (مستعار نوم) وایي چې نه په لیلیه کې کافي امکانات شته او نه هم د هغو محصلانو ستونزي پر وخت اوارېږي چې د لیلیې له اسانتیاوو بېبرخې دي. هغه وایي: «هغه محصلان چې په لیلیه کې اوسېږي، د خوراکي توکو له کیفیته هم شکایت لري. زما په څېر محصلان چې په لیلیه کې د اوسېدو له اسانتیاوو بېبرخې دي، د بدل اعاشې د ترلاسه کولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي. کله زموږ فورمې د ږیرې نه لرلو په پلمه ردېږي او کله بیا خولۍ او پګړۍ د معیار په توګه مطرح کېږي. داسې ځای ته نور اکاډمیک مرکز نه شو ویلی.»
د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې دا ستونزه یوازې تر کندهار پوهنتونه محدوده نه ده. د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د استادانو او محصلانو د څرګندونو له مخې، د طالبانو د مسوولانو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبانو له لوري له استادانو او محصلانو سره د تبعیض، سپکاوي او دوامدارې څارنې د چلند اړوند هم راپور ورکړل شوی دی.
د استادانو او محصلانو په باور، د پوهنتونونو بنسټیزه دنده دې د پوهې پراختیا، د څېړنو ترسراوی، د انتقادي فکر پیاوړتیا او د مسلکي وړتیاوو لوړول وي؛ خو په وینا یې، د پوهنتونونو علمي چاپېریال پر ظاهري بڼې، جامو او نورو شخصي مسایلو پورې محدود شوي دي.
ویل کېږي چې کندهار پوهنتون د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند په لوېدیځه برخه کې پروت دی. دا پوهنتون ۱۲ پوهنځي، شاوخوا څلور زره محصلان او تر ۳۰۰ ډېر استادان لري.





