۸صبح، کابل: د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د ودانۍ دننه د « ډبرینې خونې» په نوم مشهور زندان لري او د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي پکې بندیانوي څو د خپلو شخصي کورونو کرایه ورکړي یا کډې وکړي.
سرچینو جمعه د تلې پر ۱۷مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو د عدلیې وزیر په تېره یوه میاشت کې د اهل تشیع د لسګونو مشرانو او د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو له زنداني کولو وروسته، هغوی د خپلو کورونو تخلیې یا د کرایې ورکولو ته مجبور کړي دي.
د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې په امید سبز ښارګوټي کې د خپلو کورونو تخلیې ته حاضر نه شي یا د کرایې له ورکولو سرغړونه وکړي، په «ډبرینې خونه» کې بندیان کېږي.
د سرچینو په وینا، تر اوسه هم د دغه ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د عدلیې وزیر په زندان کې بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عدلیې وزیر په امر د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي مجبور شوي چې د خپلو شخصي کورونو د هرې استوګنیزې خونې په بدل کې د میاشتې څلور زره افغانۍ کرایه ورکړي.
بلخوا، د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، د طالبانو د عدلیې وزیر د سناتوریم سیمې په (شادمان ښارګوټي) کې لږ تر لږه ۷۲ کورونه د هغوی د مالکانو له جبري بې ځایه کولو وروسته، خپلو ورورڼو، ساتونکو، خپلووانو او نږدې کسانو ته سپارلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د عدلیې وزیر د طالبانو د ډلې د مشر ملا هبتالله آخوندزاده له نږدې کسانو دی او تر دې وړاندې یې هم د کابل په لوېدیځ کې د عامو خلکو او د اهل تشیع د یو شمېر قومي مخورو سپکاوی کړی او نیولي یې دي.





