• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کرزی او د نجونو تر زده‌کړو پورې د افغانستان د مسالې راټیټول

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۱۷ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788876795]
Getty image+AFP

Getty image+AFP

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې له «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې سره په خبرو کې اعتراف کړی چې هغې شېبه ته په تمه دی څو وکړای شي په اسانۍ د طالبانو ستاینه وکړي، خو په دې شرط چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي: «د طالبانو ستاینه د نجونو د ښوونځیو له بیا پرانیستلو سره مشروطه ده. کله چې نجونې بېرته ښوونځیو ته ستنې شي، هغه مهال به د طالبانو په اړه د مثبتو خبرو لپاره دلیل ولرم، نن نه.» که څه هم د کرزي خبرې د دفاع وړ ښکاري، خو که لږ ژور وکتل شي، یوه بنسټيزه پوښتنه مطرح کېږي: ایا د افغانستان اوسنۍ مساله یوازې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تر بیا پرانیستلو پورې محدوده ده؟ د طالبانو د څه باندې پنځه کلنې واکمنۍ تجربه ښيي چې ستونزه تر دې ژوره ده.

د نجونو د زده‌کړو ارزښت د انکار وړ نه دی او په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل له بشري حقونو د سرغړاوي یو تریخ مورد دی او باید ښوونځيو ته د نجونو بېرته ستنېدل جدي، بېړنۍ او ټولیزه غوښتنه وي. خو پوښتنه دا ده چې ولې دې همدا د طالبانو د کړنو د ارزونې اصلي معیار، یا ان یوازینی معیار وګرځول شي؟ دا پوښتنه د کرزي د خبرو په اړه لا ډېره جدي ده؛ ځکه هغه یو عادي وګړی یا نوی‌ سیاسي فعال نه دی، بلکې دیارلس کاله د افغانستان ولسمشر پاتې شوی دی. د کرزي خبرې د ډېرو نورو خلاف، په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر ښې اورېدل کېږي. له داسې کس څخه تمه کېږي چې د افغانستان مساله په پراخ او لوی مقیاس کې وارزوي.

که فرض شي چې سبا طالبان د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، څه به پېښ شي؟ ایا افغان ښځې او نجونې به ازادې شي؟ ایا ښځو ته به اجازه ورکړل شي چې په اقتصاد، سیاست، رسنیو، زده‌کړو، قضا او نورو ټولنیزو برخو کې ازادانه ونډه واخلي؟ ایا طالبان به په عادي او متعارف نظام بدل شي؟ ایا سیاسي مخالفانو ته به د فعالیت حق ورکړل شي؟ ایا رسنۍ به ازادې شي؟ ایا مدني ټولنې ته به د فعالیت زمینه برابره شي؟ ایا غیرپښتانه به هم د واک په جوړښت کې ماناداره ونډه ولري؟ ان خپله د زده‌کړو په موضوع کې هم پوښتنه پای ته نه رسېږي: څنګه ښوونځی؟ څنګه نصاب؟ په څنګه کیفیت او په کومې موخې؟ نو د ښوونځیو د دروازو پرانیستل یوه خبره ده او ښوونیزه منځپانګه بله. ریښتینې زده‌کړې یوازې دا نه دي چې زده‌کوونکي په ټولګي کې وي، بلکې زده‌کړه باید د فکر کولو، پوښتنې کولو او د نوې نړۍ له پوهې سره سم د لاسرسي وړتیا رامنځته کړي؛ هغه چې طالبان یې نه غواړي. له همدې امله، که طالبان ان د نجونو ښوونځي پرانیزي، بیا هم نه شو ویلی چې په افغانستان کې د زده‌کړو ستونزه هواره شوې ده.

طالبانو یوازې د نجونو ښوونځي نه دي تړلي بلکې یو هېواد یې په انحصار کې نیولی دی. له همدې امله، اصلي ستونزه دا ده چې ایا افغانستان به د یوې ډلې تر واکمنۍ لاندې پاتې کېږي، که به خلکو ته د واک په جوړښت کې د ګډون کومه لاره پیدا شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ظاهراً د کرزي له انده چندان ارزښت نه لري. نه یوازې افغانان، بلکې نړۍ هم د طالبانو په نوم له یوې ستونزې سره په مخامخېدو کې لارورکې ده. نړیواله ټولنه نه شي کولی په اسانۍ طالبان په رسمیت وپېژني او نه یې د له منځه وړلو لپاره کومه ساده حل‌لاره لري. ښه به دا وي چې وویل شي، طالبان خپله یوه ستونزه ده او نړۍ تر اوسه له دې ستونزې څخه د تېرېدو لپاره کومه روښانه حل ‌لاره نه ده موندلې. نو د نړۍ لپاره لویه پوښتنه دا ده: د طالبانو په نوم له یوه واقعیت سره څنګه تعامل وشي، بې له دې چې د دې ډلې رژیم ته رسمیت ورکړل شي؟

په داسې وضعیت کې بیا ایا د افغانستان له یوه پخواني ولسمشره تمه نه کېږي چې د هېواد لویې ننګونې د نجونو د ښوونځیو تر پرانیستلو د تقلیل پر ځای، له اوسني ناوړه وضعیته د وتلو لپاره نوې طرحه وړاندې کړي؟ ولې کرزی باید په څرګندو ټکو ونه وايي چې افغانستان یوه ټولګډوني سیاسي نظام ته اړتیا لري؟ ولې په واک کې د ټولو قومي – سیاسي ډلو د سیاسي مشارکت خبره ونه کړي؟ ولې د واک انحصار له طالبانو او نړیوالې ټولنې سره د خبرو پر یوه مهم محور بدل نه کړي؟ ښايي ځواب دا وي چې کرزی په بنسټیز ډول نه غواړي د طالبانو رژیم بدل شي. ښايي د هغه غوښتنه د طالبانو په چلند کې یو ډول محدود بدلون وي؛ یعنې طالبان دې په واک کې پاتې شي، خو په هغو برخو کې چې نړۍ ته ډېر ارزښت لري، شاتګ وکړي. د بېلګې په توګه، د ښځو او نجونو له حقونو همدا سرغړونه نړۍ ته روښانه او د درک وړ موضوع ده. ظاهراً نړیواله ټولنه په دې برخه کې حساسه ده. که طالبان شاتګ وکړي، کولی شي د نړیوال فشار یوه برخه راکمه کړي او د ځان په اړه یو څه اصلاح شوی انځور وړاندې کړي.

بیا هم ټینګار کېږي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بېرته پرانیستل اړتیا ده، خو دا د سیاسي نظام د اصلاح مانا نه لري. دا دواړه دې سره نه ګډېږي. خطر دا دی چې د افغانستان مساله یوې ساده ننګونې ته راټیټه شي: طالبان ښځو او نجونو ته ځينې محدود او انتخابي حقونه ورکړي او په بدل کې یې نړیواله ټولنه د رژیم رسمیت پېژندلو پر لور ګام پورته کړي. په دې حالت کې بیا د ستونزې اصلي هسته، پر ځای پاتې کېږي: د واک انحصار. په داسې حال کې افغانستان نه یو څه نرمو طالبانو چې ټولګډوني او ډیموکراتیک سیاسي نظم ته اړتیا لري.

له همدې کبله، که کرزی غواړي له خپل مقام او نفوذه ګټه واخلي، باید د نجونو له ښوونځیو ورهاخوا خبرې وکړي. کرزی کولی شي چې خبره یوې لوړې کچې ته پورته کړي. د کرزي خبرې هم بهرنیان اوري، هم د طالبانو مخالفان او هم په هېواد کې دننه یوه برخه اوسېدونکي. ان د طالبانو یوه برخه چارواکي هم تر یو بریده د نوموړي خبرو ته ارزښت ورکوي. له همدې امله، کولی شي ووایي چې که طالبان غواړي د افغانستان د راتلونکي یوه برخه وي، باید د واک له انحصاره واټن واخلي او د خلکو ارادې ته درناوی وکړي. کولی شي ووایي چې افغانستان داسې دولت ته اړتیا لري چې د ټولو لپاره وي، نه د ټولو لپاره د یوې ځانګړې ډلې حکومت.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان په نیمروز کې د بېرته راستنو شویو د درملنې مرکز د پرانیستلو خبر ورکړ
ټولنه

د روغتیا نړیوال سازمان په نیمروز کې د بېرته راستنو شویو د درملنې مرکز د پرانیستلو خبر ورکړ

۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793104764]
«پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه
راپورونه

«پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793102990]
سیما باهوس: ښځې د تلپاتې سولې لپاره کلیدي رول لري
بهرني خبرونه

سیما باهوس: ښځې د تلپاتې سولې لپاره کلیدي رول لري

۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793102675]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.