که زلمي خلیلزاد په صحنه کې نه وای، د طالبانو او «ډیلټا انټرنشنل» شرکت ترمنځ د هوکړې لاسلیکول به هم تر دې کچې نه وه رسنیزه شوې. نوموړي نه یوازې د دواړو لورو ترمنځ منځګړیتوب کړی، بلکې د هوکړې د لاسلیک پر مهال یې هم حضور درلود؛ داسې لکه د معاملې اصلي لوبغاړی یا یې یو اړخ چې وي. خلیلزاد تېر کال هم په کابل کې له طالب چارواکو او ډیلټا انټرنشنل شرکت له مسوولانو سره لیدلي و چې پایله یې اوس څرګنده شوه.
واقعیت دا دی چې د خلکو ترمنځ د خلیلزاد په اړه بدرنګ انځور جوړ شوی، هغه هم په دوحه کې له طالبانو سره د مذاکراتو او له دې ډلې سره یې د هوکړې د لاسلیکولو له کبله، ان له ډګره د جمهوریت د څنډې ته کولو په بیه. خلیلزاد په هغې دنده کې تر دې کچې ناسمه کړنلاره غوره کړه چې ګڼ کسان نوموړی د جمهوریت د ړنګېدو «لومړی درجه تورن» بولي. په تېرو څه باندې پنځو کالو کې هم د دې پر ځای چې طالبان «سمون» ته وهڅوي، نړۍ یې له دې ډلې سره تعامل ته هڅولې ده. بده یې دا چې د طالبانو مخالف ځواکونو ته یې هم په کنایو افغانستان ته د بېرته ستنېدو بلنه ورکړې ده. پر دغه بنسټ، کله چې خلیلزاد په کابل کې راڅرګندېږي، اندېښنې لوړې کچې ته رسېږي؛ په ځانګړې توګه د نخبهګانو ترمنځ چې د طالبانو د تللو په هیله شېبې شمېرې.
د خلیلزاد حضور دا مانا نه لري چې امریکا دې د کشک – تیرپل په پروژه کې شریکه وي؛ ځکه دغه هېواد ته داسې هوکړې او د ډیلټا انټرنشنل په څېر شرکتونه چندان ارزښت نه لري. ځینې باوري دي چې واشنګټن او سعودي عربستان د ایران اسلامي جمهوریت د مهارولو لپاره جوړجاړی کړی او دا ماموریت یې هم خلیلزاد ته سپارلی دی. هغوی د خپل استدلال د پیاوړتیا لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هغه څرګندونې رااخلي چې په افغانستان کې یې د کانونو په برخه کې د امریکا د پانګونې پر اړتیا ټینګار کړی. همداسې د نورو هېوادونو له طبیعی زېرمو د ګټې اخیستنې په اړه د ډونالډ ټرمپ پراخه لېوالتیا. خو هېر یې دي چې د امریکا لپاره د چین کابو کول له ایرانه ډېر ارزښت لري؛ ځکه چین له طالبانو سره د مرموزو هوکړو په لاسلیکولو د افغانستان د کانونو پر بې مخینې استخراج لاس پورې کوي، نه تهران. اسلامي جمهوریت د افغانستان د کاني زیرمو د اکتشاف او استخراج په برخه کې فعال نه دی او په دې برخه کې بیا طالبانو د تهران له خوا څرګندې شوې لېوالتیا ته دومره پام نه دی کړې.
څنګه چې خلیلزاد د طالبانو ملګری دی، ښايي د ډیلټا انټرنشنل له مدیرانو سره هم جوړ وي. نوموړی د طالبانو له ژبې سره بلد دی او همدارنګه د بهرنیو شرکتونو په ژبه هم پوهېږي. له همدې امله، کله کله کولی شي له یوه منځګړي ورهاخوا رول ولوبوي. سربېره پر دې، ظاهراً طالبان که هر څه وي، په افغانستان کې د پانګونې هرکلی کوي او کورنیو او بهرنیو حکومتونو او شرکتونو ته د پانګونې بلنه ورکوي. د طالبانو موخه هم نړۍ ته د خپل رژیم د نوي انځور وړاندې کول دي؛ یعنې غواړي نړۍ پوه شي هغه ډله چې تر پرونه یې واک ته د رسېدو لپاره هر څه ویجاړول، اوس یې د هېواد د ابادۍ لپاره ملا تړلې ده. خلیلزاد ته چې د طالبانو پايښت ارزښت لري د دغه ټکي په تبلیغ او خپرولو کې ښه رول لوبولی شي.
د خلیلزاد د حضور ترڅنګ، د دوو ګاونډیو هېوادونو پر دریځ پوهېدل هم مهم دي: پاکستان او ایران. د ایران په اړه ویل کېدای شي چې سعودي عربستان نه غواړي چې پر ایران کړۍ تنګه کړي. که ریاض په افغانستان کې د ایران د ځپلو په لټه وای، منطقاً یې باید د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی او د افغانستان د کشالۍ د هواري لپاره به یې ځانګړي نوښتونه پیل کړي وای. برعکس، په تېرو پنځو کالو او څو اوونیو کې بیا په افغانستان کې هغو هېوادونو ډېر فعال حضور درلود چې له سعودي عربستان سره ښې اړیکې نه لري: قطر او ایران. سربېره پر دې، نوې هوکړه له دې امله چې «کورنی» دی، د تهران حساسیت نه راپاروي؛ یعنې داسې پروژه نه ده چې پایلې یې له افغانستانه بهر خپرې شي. لږ تر لږه د اوس لپاره د دې پروژې په اجنډا کې د تولیداتو صادرات ځای نه لري. کله چې داسې وي، اسلامي جمهوریت هم دا پروژه ډېره اقتصادي او لږه سیاسي ارزوي.
د ایران په اړه مهم ټکی د ګازو د نللیکې جوړول دي؛ هغه نللیکه چې ټاکل شوې د هرات له ګذره ولسوالۍ څخه د کندهار تر سپینبولدک ولسوالۍ پورې، د ۱۰ میلیاردو ډالرو په لګښت وغځول شي. البته د نللیکې له جوړېدو وروسته به یې له پولې د تېرېدو ظرفیت وارزول شي. دلته تهران اندېښمنېږي؛ ځکه څو کاله وړاندې یې له اسلاماباد سره د ګازو د لېږد هوکړه لاسلیک کړې: ایپي یا د سولې نللیکه. ایراني لوري په خپله خاوره کې د نللیکې د جوړولو اړوند خپلې ژمنې عملي کړې، خو پاکستان نه دي. ظاهراً پاکستان د امریکا له خوا د بندیزونو له وېرې کار ځنډولی. تر اوسه د دغو چارو د نه بشپړولو له امله پر اسلاماباد میلیاردونه ډالر جریمه تحمیل شوې ده. ایراني لوری د پروژې د بشپړولو یا یې د درولو له امله د رامنځته شويو زیانونو د جبران غوښتنه کوي؛ دوه هغه کارونه چې پاکستان نه دي کړي. له دې سره سره، اسلامي جمهوریت ټاپي پروژه هم د ایپي پروژې سیاله بولي؛ ځکه ټاپي د ترکمنستان ګاز د دغه هېواد له دولتاباده د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته لېږدوي. پر دغه بنسټ، که د کشک – تیرپل پروژه له سپینبولدکه تېره شي، ایران ته د اندېښنې وړ ده، که نه نو بیا نه.
د پاکستان په اړه هم دا چې دغه هېواد تر اوسه کوم څرګند دریځ نه دی غوره کړی، خو ښايي چوپتیا یا به یې هرکلی وکړي؛ ځکه د معاملې یو اړخ عربستانی شرکت دی او ریاض هم د اسلاماباد مهم متحد دی. مهمه دا چې که د کشک – تیرپل پروژه د ګازو د لېږد پر کوریډور بدله شي، دا پاکستان ته د ایپي او ټاپي پرتله ګټوره ده. څنګه چې یادونه یې وشوه، تمه نه کېږي چې ایپي د امریکا د بندیزونو له امله عملي شي، خو که تهران او واشنګټن په ځينو برخو کې روغه جوړه وکړي چې دا هم په اوسنیو شرایطو کې ناشونې ښکاري. د ټاپي برخلیک هم له ابهام سره مخ دی او د افغانستان او پاکستان برخې یې نه ښکاري چې په نږدې راتلونکي کې ژر بشپړې شي. نو پاکستان ته به تر دې ښه څه وي چې سپینبولدک د ګازو د صادراتو پر یوې سرچینې بدل شي. خو دا هم په کشک – تیرپل کې له اکتشاف وروسته د ګازو د زېرمو له ظرفیت سره تړاو لري.





