• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د هیلې د زړي ژوندي ساتل؛ « په هر حالت کې باید مبارزه وکړو»

بهیر بهیر
۴ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724576229]
8am.media

8am.media

« د ښځو لپاره ځای نشته، ځکه مو دا ځای جوړ کړی دی.» دا خبره معسومه نظري کوي، هغه پیغله نجلۍ چې د هیلې زړی یې د تیارو او ناهیلیو په زړه کې ژوندی ساتلی دی او یوازینی دلیل یې په دغه سخت حالت کې د ښځو ملاتړ دی. په داسې حالت کې چې افغانستان د ښځو لپاره پر لوی زندان بدل شوی دی او له کورونو پرته بل ځای نه‌لري، معسومې د ښځو لپاره د ارامتیا ځای او د کور دننه له ستومانوونکي حالته د خلاصون لار پیدا کړې ده. هغې په پلخمري ښار کې د ښځو لپاره یو رسټورانټ او د خیاطۍ یو کارغالی جوړ کړی څو ځینو ښځو ته کار پیدا کړي او د خپلې کورنۍ د ژوند اړتیاوې پوره کړي. هغه غواړي چې د دې کار له لارې د ښار د خلکو باور ترلاسه کړي او د هغو کسانو ذهنیت بدل کړي چې باور یې دا دی چې ښځې کمزورې دي.

معسومې څه باندې یوه میاشت کیږي چې «معسوم فاسټ فوډ» رستوراڼت جوړ کړی دی؛ هغې دا کار د روان کال د روژې په میاشت کې پیل کړی دی. هغې څلور میاشتې مخکې د رستورانټ د جوړولو لپاره چمتووالی نیولی و. «ما د روان کال له روژې خپل کار پیل کړ. درې میاشتې مې بشپړ چمتووالی نیولی و او هر هغه څه مې چې د رستورانټ لپاره اړین وو، برابر کړل. او دا دی د پرانېستو یې یوه میاشت کیږي.« «معسوم فاسټ فوډ» یو کرار او آرام ځای لري. د دغه رستورانټ ډیکور او ډیزاین ډېر ښکلی او له ټولو رستورانتونو بېل دی. همدا چې په کوټو کې د شیانو اوډلو او د رستورانټ پاکوالي او صفایۍ ته پام وکړئ نو پوه به شئ چې معسومې له څومره نوښته کار اخیستی دی.

8am.media

په هر کار کې لومړی ګام اخیستل له خطر او وېرې خالي نه‌ وي. د معسومې لپاره هم همداسې و. خو هغه په خپل ځان او علم باور لري او خپل کار یې پیل کړی دی. هغې په ۴۰۰ زره افغانیو چې د خیاطۍ له لارې یې ګټلې وې، پر رستورانت پانګونه کړې. هغه وايي: «له دې وړاندې ما خیاطۍ کوله او د محفلونو لپاره مې جامې جوړولې او پلورلې. په خپلې پانګې سره مې دا رستورانټ جوړ کړی. ما له ساده شیانو خپل کار پیل کړی دی.» معسومې د رستورانټ ډېری وسایل پخپله برابر کړي دي. ان ګرد مېزونه چې تر ښېښو لاندې یې ښکلي ګلان ځای پرځای کړي دي، هم پخپله جوړ کړي دي. هغې دا مېزونه د موټر له ټایرونو جوړ کړي دي.

معسومه د بغلان پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغه شوې ده. د هغې اقتصادي پوهه یې په دې لار کې  ورسره ډېره مرسته کړې ده. خو هغه څه چې تل یې په هر حالت کې د پرمختګ او مبارزې لامل شوي، د تشبث شوق او حوصله ده:«ما تل دا لېوالتیا او شوق درلود چې پخپله کار وکړم، له څو کلونو راهیسې د کور ټولې اړتیاوې زه پوره کوم. اول مې خیاطۍ کوله، اوس ورکشاپ او رستورانټ لرم.» د معسومې لپاره په دې پړاو کې د پیسو ګټل مهم نه‌دي. هغه وايي: «ما یوازې اوس رستورانټ پیل کړی دی، نو په دې لټه کې نه یم چې ګټه وکړم. که د ګټې په لټه کې شم، د کارونو بهیر مې له لاسه وځي. لومړی باید خپل ځان خلکو ته وروپیژنم. چې خلک راسره شي، نو بیا به مې کار ښه پرمخ ولاړ شي. که یوازې د ګټې په لټه کې شم، خلک به له لاسه ورکړم.»

د خیاطۍ په کارغالي کې یې ډېری نجونې خیاطۍ زده کوي او په رستورانټ کې یې هم ۱۳ نجونې پر کار بوختې دي. دا رستورانټ د سهار له اوو بجو د ماښام تر اوو بجو پورې یوازې د ښځو لپاره وي چې یوازې ښځې رسټورانټ ته د ورتګ حق لري او تر هغې وروسته د شپې تر ۱۱ بجو د کورنیو لپاره پرانیستې وي. معسومه وايي: « د دې لپاره چې ښځې د ارامتیا احساس وکړي د ورځې لخوا مو د ښځو پر مخ پرانېستی دی.» خو له دې امله چې ښځې د کار کولو حق نه ‌لري، نو له اقتصادي  پلوه په داسې شرایطو کې نه‌ دي چې د شپې او د ورځې رسټورانټ ته ولاړې شي او خپلې پیسې مصرف کړي. معسومه شپې د کورنیو لپاره ځانګړې کړې دي. هغه وايي: «له دې امله چې ښځې کار نه‌لري، رستورانټ یوازې په ښځو نه چلېږي. د ماښام لخوا نارینه راځي، خو له کورنۍ سره. له ښځو پرته اجازه نه‌ ورکوو. موږ نارینه‌وو ته وایو چې که د کورنۍ کومه ښځينه غړې درسره نه وي، نو موږ ستاسو لپاره ځای نه‌ لرو.»

په دې لنډه موده کې چې معسومې د ښځو لپاره رستورانټ خلاص کړی، له ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده. له دې امله چې ښځې له خپلو حقونو بې ‌برخې دي، هغه د خلکو د باور ترلاسه کولو په هڅه کې ده او غواړي چې د نورو ښځو لپاره لار پرانېزي. خو هغه هېڅکله ناهیلې شوې نه ‌ده او سختو شرایطو هغه له خپلو هیلو او غوښتنو نه ده راګرځولې. هغه وايي: «په هر حالت کې باید مبارزه وکړو.»

معسومه یوه هڅانده  او زیا ګالونکې نجلۍ ده. هغې له هر هغه ګامه چې پکې ناکامه شوې درس اخیستی دی او په راتلونکو ګامونو کې یې ډېر احتیاط کړی دی. هغه وايي: «زه ویاړم چې یوه نجلۍ یم. ښايي ډېرې سختۍ مې لیدلي وي، زړه مې مات شوی وي، ناکامۍ مې ګاللې وي، خو له هرې ناکامۍ وروسته یوه بریا زموږ انتظار کوي او له هرې تورې شپې وروسته، یوه رڼا ورځ ده او تر ټولو مهمه دا چې له هرې لنډې ناهیلۍ وروسته، یو تازه او تلپاتې هیله زموږ انتظار کوي.» هغې پر همدغو خبرو په باور سره ژوند کوي. له همدې امله اوس موږد بغلان په پلخمري ښار کې د ښځو لپاره د یوه رسټورانټ شاهدان یو. دا نجلۍ په یوازې سره د ډېرو نجونو لپاره د الهام او انګېزې یوه سرچینه ده.

 

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

د ناامنۍ زیاتېدل؛ په میدان‌وردک کې درې وروڼه ووژل شول

۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793124309]
د کابل په لوېدیځ کې د درملتونونو مالکان: بې‌جوازه درملتونونه د بډو په ورکولو فعالیت کوي
خبرونه

طالبانو د کندهار په درملتونونو کې د پاکستاني درملو پېر او پلور منع کړ

۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793123581]
انتونیو ګوتېرېش: د فلسطیني وګړو ډله‌ییز مجازات د توجیې وړ نه دي
بهرني خبرونه

ګوتېرېش: د اقلیمي بحران تر ټولو ډېر زیان هغه خلک ویني چې په رامنځته کولو کې یې لږه ونډه لري

۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793120988]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د پاکستان په لیلام کې د افغان سوداګرو پانګه؛ د طالبانو د سیاستونو بیه څوک پرې کوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.