۸صبح، کابل: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې افغانستان د پراخې نړیوالې پانګونې جذب ته چمتو دی.
نوموړي دا څرګندونې دوشنبه د وږي پر ۱۶مه د افغانستان او د سعودي عربستان د تېلو او ګازو یوه شرکت ترمنځ د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې کړې دي.
خلیلزاد ویلي چې د افغانستان طبیعي سرچینې کولی شي د سیمې او نړۍ د بازارنو اړتیاوې تامین کړي او د اقتصادي ودې زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د تېلو او ګازو په ګډون پراخې طبیعي سرچینې لري.





