۸صبح، پکتیکا: د پکتيکا ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو ملکيانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.
سرچينو چهارشنبه د مرغومې پر ۵مه، ٨صبح ورځپاڼې ته منلې چې د دغو بریدونو ډېرى قربانيان ښځې او ماشومان دي.
د سرچينو په وینا، په دغو بريدونو کې استوګنیزې ودانۍ بشپړه له منځه تللې دي.
د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، له بريدونو مخکې په پکتيکا کې مخابراتي شبکې پرې شوې وې.
سرچينو څرګنده کړې چې ښايي لا هم مړي تر خاورو لاندې وي.
د يادونې ده چې تېره شپه د پاکستان جنګي جېټ الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر شپږو کليو او د خوست پر ځينو برخو بمباري کړې وه.
د طالبانو دفاع وزارت بیا د پاکستان دغو بمباریو ته په غبرګون کې دا بریدونه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او تېری بللی او زیاته کړې ده چې ځواب به یې ورکړي.





