خوست: د دهشکې هغه زرګونه مرمۍ نیول شوي چې له پاکستانه رالېږدول شوې وې
زمان سهيل

خوست ولايت کې د دهشکې هغه زرګونه مرمۍ د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوي چې له پاکستانه رالېږدول شوې وې. د دې ولایت ملي امنیت ریاست وایي، پاکستان غوښتل دا مرمۍ د صبریو ولسوالۍ د جګړې لیکو ته واستوي.
د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي وویل: «دښمن غوښتل چې له یادو مرمیو په صبریو ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ترې کار واخلي خو موخې ته تر رسېدو وړاندې د خوست ملي امنیت ریاست منسوبینو لخوا ونیول شوې».
د دې ریاست چارواکي وایي، دغه مرمۍ چې په ۴۴ بکسو کې ځای پرځای شوې وې، شمېر یې زرګونو ته رسېږي.
خوست له پاکستان سره اوږده پوله لري، چې هر مهال یې ولسونو د اغزن تار غزېدو مخنیوی هم کړی.
اوس مهال د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.