۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر (UNDP) وايي، په کندوز او بغلان ولایتونو کې ښځینه متشبثینو د دغه سازمان په ملاتړ خپل کاروبارونه پراخ کړي او نورو ښځو او نجونو ته یې د زدهکړې، کارموندنې او عاید ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده.
دغه سازمان د چهارشنبه د تلې پر ۲۹مه، په یوه راپور کې ویلي چې د ښځینه متشبثینو ملاتړ د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
د راپور له مخې، په بغلان ولایت کې د خیاطۍ یوه مرکز د مالي مرستو او تجهیزاتو په ترلاسه کولو سره خپل فعالیتونه پراخ کړي او د کارکوونکو ښځو شمېر هم پکې زیات شوی دی.
دغه مرکز اوس د جامو د تولید ترڅنګ، ځوانو ښځو او نجونو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ زدهکړې هم ورکوي. په روزنیز بهیر کې یې ۱۵ راستنې شوې ښځې او نجونې هم شاملې دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر وايي، دغو مرستو زدهکوونکو ته فرصت برابر کړی چې د پېرودونکو د فرمایشونو په پوره کولو کې د ونډې اخیستو له لارې عاید ترلاسه کړي.
دغه سازمان زیاته کړې چې په کندوز او بغلان کې د ښځینه متشبثینو ملاتړ نه یوازې د هغوی د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لامل شوی، بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او نورو ښځو ته د مهارتونو د زدهکړې او عاید ترلاسه کولو د زمینې په برابرولو کې یې هم مرسته کړې ده





