۸صبح، کابل: یو شمېر امریکایي چارواکو سمنګان کې پر یوې دیني مدرسې برید، چې په پایله کې یې لسګونه زدهکوونکي مړه او ټپیان شول غندلی دی.
د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري چهارشنبه شپه د لیندۍ پر نهمه یوه ټویټ کې د ایبک ښار پر الجهاد مدرسې برید «وحشیانه» وباله.
هغې زیاته کړه: «سمنګان کې وحشیانه برید، چې له امله یې لسګونه تنه چې ډېری یې ماشومان دي مړه او ټپیان شوي، ډېر زړهبوږنونکی دی. د ماشومانو پروړاندې داسې تاوتریخوالی د افغانستان پر راتلونکي برید دی او باید ودرول شي.»
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر هم دغه برید «نفرت پاروونکی» بللی او ویلي یې دي، چې له افغان ماشومانو باید ساتنه وشي.
چهارشنبه غرمه د لیندۍ پر نهمه نېټه د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار په الجهاد دیني مدرسه کې د جماعت لمانځه پرمهال چاودنه وشوه.
روغتیایي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته د ۳۵ تنو وژل کېدل تایید کړي، چې ډېری یې ماشومان دي. طالبانو بیا د دغې پېښې تلفات ۱۹ مړه او ۲۳ ټپیان اعلان کړل.