په دې وروستیو کې د هېواد له هرې څنډې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ننګه او جمهوریت په ملاتړ غږونه پورته کېږي. له دې چارې د ځوانانو موخه د امنیتي ځواکونو مورال لوړول ښودل کېږي، چې په خبره يې د سختو جګړو ډګر ته ننوتي دي. د چنګاښ په ۱۷مه د کونړ د بېلابېلو ولسوالیو ځوانانو او پېغلو د دې ولایت مرکز اسعد اباد کې د لويې غونډې پرمهال د امنیتي ځواکونو په ننګه غږ پورته کړ.
کونړي ځوانان وايي، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه او دغه راز جمهوریت يې سرې کرښې دي، چې په خبره يې د دوی حقوق په کې خوندي دي. ثنا د غونډې یوه ګډونواله وه، نوموړې وويل: «هېڅکه ناکاره دښمن ته اجازه نه ورکوو چې زمونږ ملي ګټي په خطر کې واچوي، مونږ ښځې د خپلو اتلو سرتېرو او ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړې یؤ، امنیتي ځواکونه زمونږ د سرخندونو په پایله کې رامنځته شوي او هېڅوک يې نه شي برهم کولی». د غونډې ویناوالو شته نظام د ولس اراده او د دوی د قربانیو ثمره یاده کړه او د سر په بدله يې د نظام بنسټونو ساتلو ټټر یې وواهه.
ځوانانو ویل، بدلونونه او انقلابونه د ځوانانو پر مټو رامنځته کېږي، افغان ځوانان ويښ دي او هېڅکله به هم د پردیو دسیسو ښکار نه شي. د غونډې ګډونوال غروال: «د جنګ طرفدار نه يؤ، سوله غواړو، خو طالبان دې هم په دې فکر وکړي چې ولې د پردیو په لمسون افغانان وژني او د هېواد عامه تاسیسات له منځه وړي».
ویناوالو هېواد او ملي بنسټونه د هرڅه په سر کې یاد کړل او له ځوانانو یې وغوښتل چې خپل قوت او استعدادونه د وطن ساتنې او د نظام پایښت په لاره کې مصرف کړي.
دوی دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغان ملت ستر ویاړ یاد کړل او د بشپړو همکاریو ډاډ یې وښوده.
اوس مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ننګه او له جمهوریت نه د ملاتړ په موخه د ځوانانو غونډې ترسره کېږي او د دوی د ملاتړ غږ پورته کوي.





