په امریکا کې د کویت سفیر د وال سټریټ ژورنال هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې کویت په ایران د برید لپاره جنګي الوتکې لیږلي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د کویت سفیرې شیخه الزین الصباح يکشنبه د جولای پر ۲۶مه د دې ورځپاڼې اداري پلاوي ته په ليک کې دا راپور «په بشپړه توګه بې بنسټه» بللی دی.
هغې ټینګار کړی چې کویت د ایران پر وړاندې په هېڅ پوځي عملیاتو کې ګډون نه دی کړی او د یرغلیزو عملیاتو لپاره یې د خپلې خاورې، هوايي حریم یا ځمکنیو اوبو د کارولو اجازه نه ده ورکړې.
«والسټریټ ژورنال» د جمعې په ورځ راپور ورکړی و چې کویت او بحرین پر خلیجي هېوادونو د ایران له بریدونو وروسته، په ایران کې پر اهدافو د بريد لپاره خپلې جنګي الوتکې استولې دي.





