په ننګرهار کې یو شمېر فرهنګیان او د قلم خاوندان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ولایت کې د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې له کمرنګه کېدو شکایت کوي. دوی وايي، سلګونه تاریخي او فرهنګي اثار د ځانګړې ودانۍ نشتوالي له امله په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ساتل کېږي او اندېښنه لري که په دې برخه کې ځانګړی پام ونه شي شته اثار به له منځه ولاړ شي. فرهنګپال غوښتنه کوي چې طالبان دې د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او په دې برخه کې دې ځانګړي امکانات برابر کړي.
ننګرهار کې فرهنګي فعال ظهور (مستعار نوم) شکایت کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د فرهنګي او تاریخي اثارو ساتنې ته پاملرنه کمه شوې چې له امله یې په دې ولایت کې فرهنګي او تاریخي اثار د له منځه تللو پر لور روان دي. نوموړی وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د نورو برخو ترڅنګ فرهنګي او تاریخي اثار هم له پامه ویستلي او تر اوسه د دغو اثارو د ساتنې لپاره د پام وړ ګام نه دی پورته کړی. ظهور له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ننګرهار د فرهنګي او تاریخي اثارو له درکه یو له غني ولایتونو دی؛ خو له کله را هیسې چې طالبان واک ته رسېدلي دا برخه په مکمل ډول له پامه غورځېدلې او د ساتنې لپاره یې دې ډلې تر اوسه هېڅ داسې قدم نه دی اخېستی چې ولسونو او فرهنګیانو ته د پام وړ وي.»
ننګرهار مېشتي فرهنګپالان شکایت کوي چې فرهنګي او تاریخي اثارو ته د طالبانو د نه پاملرنې له امله په دې ولایت کې د فرهنګي او تاریخي اثارو د قاچاق لړۍ هم چټکه شوې ده. دوی فرهنګي او تاریخي اثارو ته د ساتنځایونو نه برابرولو لامل د طالبانو له لوري د دغو اثارو قاچاق ته د دې ډلې سېستماتیکه زمینه برابرول یادوي. ننګرهار مېشتی فرهنګي فعال جمال ناصر (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «طالبانو په تېرو درې نیمو کلونو کې د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنځایونو د جوړولو ډېرې ژمنې کړي؛ خو تر اوسه یې هېڅ داسې ځای جوړ نه کړ چې دا اثار وساتل شي، هر وخت د تورخم له لارې زمونږ فرهنګي او تاریخي اثار چې زیات ارزښت لري قاچاق کېږي؛ خو د قاچاق دا فرصت طالبانو برابر کړی؛ ځکه نه یې د ساتنې لپاره کوم پلان لري او نه یې د قاچاق مخنیوي او موندلو لپاره کوم ګام اخلي.»
ننګرهار کې د جمهوري نظام پرمهال د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې په موخه د سراج العمارت تاریخي ودانۍ ځانګړې شوې وه چې له جوړېدو وروسته به په کې د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې موزیم جوړ شي. خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د نورو برخو په څېر پر دې ودانۍ هم ولکه ټینګه کړه او دغلته یې د خپلو جنګیالیو د روزنې په موخه جهادي مدرسه جوړه کړه؛ هغه څه چې د ننګرهار فرهنګپال یې له فرهنګ، تاریخي اثارو، ژبې او ارزښتونو سره د طالبانو د دښمنۍ په مانا یادوي.
په دغه ولایت کې فرهنګي فعال پروېز ساګر (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «ننګرهار کې د جمهوریت پرمهال د تاریخي او فرهنګي اثارو د موزیم لپاره د سراج العمارت باغ اړوند تعمیر ځانګړی شوی وو؛ خو بدبختانه د جمهوریت له سقوط وروسته متاسفانه دا هر څه په ټپه ودرېدل او په دې تعمیر کې یې خپله جهادي مدرسه جوړه کړه چې دا له فرهنګ، تاریخ، ژبې او ارزښتونو سره لویه دښمني ده. زما غوښتنه دا ده چې طالبان دې خپلې مدرسې په نورو ځایونو کې جوړې کړي د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې پر ځایونو دې ولکه نه ټینګوي.»
یو شمېر فرهنګپال بیا د سیاحت په برخه کې د فرهنګي او تاریخي اثارو موزیم او ځانګړې ودانۍ حیاتي بولي او غوښتنه کوي چې طالبان دې په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د ننګرهار اوسېدونکی شمس الله باور لري که په دغه ولایت کې فرهنګي او تاریخي اثارو لپاره ځانګړې ودانۍ او موزیم جوړ شي؛ نو د ګڼو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام به ځانته واوړي. شمس الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «که په ننګرهار کې د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې لپاره ځانګړی موزیم جوړ وای؛ نو د افغانستان له زیاتو ولایتونو او حتی خارجي سیلانیان به یې لیدلو ته راتللی او په اقتصادي برخه کې به یې هم خلکو ته زیاته ګټه رسولې وای؛ خو طالبان پر هغو برخو لګښت او پام نه کوي چې د دوی په کې شخصي ګټې کمې وي.»
موږ هڅه وکړه چې د ننګرهار مېشتو فرهنګپالو د شکایتونو او نیوکو د ځواب لپاره په دې ولایت کې د طالبانو ځايي مسوولینو نظر هم واخلو؛ خو له پرله پسي هلو ځلو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو. د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په دغه ولایت کې د ځانګړې ودانۍ د نشتوالي له امله شااوخوا ۵۰۰ قلمه تاریخي او فرهنګي اثار په دغه ریاست کې ساتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد د نورو ولایتونو سربېره د ننګرهار د تورخم له لارې ګڼ فرهنګي او تاریخي اثار قاچاق کېږي چې د شنوونکو په باور طالبان ځېنې مهال د خپل باور د جوړونې په موخه د یو شمېر فرهنګي او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوي خبر ورکوي.





