۸صبح، کندهار: د کندهار ولایت طالب ځايي مسوولان وايي چې پاکستان ته د ۱۶۹ تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د کندهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست دوشنبه د تلې پر ۲۳مه وویل چې دغه شمېر تاریخي اثار یې د سپین بولدک له لارې کشف او ضبط کړي دي.
د دغه ریاست د معلوماتو لهمخې، د ۱۵۶ تاریخي او نویو کتابونو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
دغه ریاست همداراز ټینګار کړی، قاچاق وړونکو نیت درلود چې ۱۳ فلزي اثار هم پاکستان ته ولېږدوي.
طالبانو يادونه کړې چې دغه اثار به تر ازموينې وروسته د کندهار ولايت موزيم ته ولېږدول شي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړي پاکستان ته د تاريخي اثارو د قاچاق په تور نيول شوي وو.





