۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې پرون ۹۹ کورنۍ چې ۴۳۷ کسان کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت شنبه، د لړم پر ۱۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۶ کورنۍ چې ۱۸۱ کسان کېږي، د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، څلور کورنۍ چې ۲۲ کسان پکې شامل دي، د کندهار د سپینبولدک له لارې او ۵۱ کورنۍچې ۲۰۹ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
همداراز، اته کورنۍ چې ۲۵ کسان کېږي، د هرات د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.





