• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د لغمان والي: ځایي مسؤلینو الينګار ولسوالۍ د یوې دسیسې له مخې طالبانو ته پريښې

محمد زمان سهيل

محمد زمان سهيل محمد زمان سهيل
۲۴ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۱۵ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1626325879]

د لغمان ولایت د الینګار ولسوال، امنیه قوماندان، ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امریت مرستیال په دې تور نیول شوي، چې ولسوالۍ يې په لوی لاس طالبانو ته پريښې.

د لغمان والي عبدالولي واحدزي د نظامي شورا په ناسته کې د یادو مسؤلینو د نیولو امر کړی دی. نوموړي ویلي چې دوی له دښمن سره سودا کړې او باید سخته سزا وګوري.

عبدالولي واحدزي وويل: «د الینګار ولسوال، سرپرست امنیه قومندان، د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امریت مرستیال د لغمان له رهبرۍ د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د مرستې غوښتنه کړې وه چې دښمن ولسوالۍ له سخت فشار لاندې راوستې، چې همهاله د لغمان ولایت د نظامي شورا له لوري د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په ګډې همکارۍ ورته په وخت هوایي حمایه ورورسېده او د دښمن ګڼ مهم قومندانان ووژل شول.»

والي واحدزی وایي، د یادې ولسوالۍ ملکي او نظامي مسؤلینو مخکې له دې، چې ولایتي رهبري په جریان کې کړي، د چنګاښ په ۱۴مه نېټه له ولسوالۍ وتلي او هلته یې وسایط او نور تجهزیات پریښي دي.

د لغمان والي په مشرۍ د نظامي شورا د پرېکړې له مخې یاد مسوولین، چې په خبره يې په لوی لاس یې له دښمن سره سودا کړې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پلي کېدو په خاطر عدلیي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندلي دي.

چارواکي وايي، د الینګار ولسوالۍ نیول شوي مسؤلین څلور واړه اوس مهال په ملي امنیت ریاست کې تر جدي پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.

د لغمان ولایتي چارواکي، ولسونو ته ډاډ ورکوي، چې ولسوالۍ طالبانو نیولې نه ده او د ولسوالۍ د مسؤلینو له لورې د معاملې په صورت کې پرېښودل شوې.

والي ویلې، چې ډېر ژر به د ولسوالۍ بېرته نیولو او هلته د ځواکونو ځای پر ځای کولو په موخه لازم اقدامات ترسره شي.

ومو غوښتل د الینګار ولسوال او سرپرست امنیه قومندان سره هم خبرې وکړو او د دې پېښې په اړه د هغوی نظر واخلو، خو بریالي نه شو.

له دې پېښې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د الینګار ولسوال ۸صبح ته ویلي ؤ، چې ولسوالۍ کې پوره امن دی او د هر ډول وضعیت مهار کولو ته چمتووالی شته دی.

د الینګار سرپرست امنیه قوماندان رومل نیازي هم دوه اونۍ وړاندې ۸صبح ته ویلي ؤ، چې طالبان په دې ولسوالۍ جګړه نه شې کولی او نه هم د دوی د اکمالاتو مخه نیولی شي.

قوماندان رومل ویلي ؤ: «طالبان په الینګار جګړه نه شي کولی تر څو چې زه ژوندی یم، زمونږ اکمالات هم نه شي بندولی، ما سره زربتیان نه شته، زما همدا پولیس زربتیان دي.»

د لغمان ولایتي چارواکي لا هم د الینګار ولسوالۍ د سقوط خبر نه تائیدوي، وايي ځایي مسؤلینو د یوې دسیسې له مخې طالبانو ته پريښې ده.

ومو غوښتل د الینګار ولسوالۍ او د ځايي مسؤلینو نیولو په اړه يې د لغمان امنیه قوماندان نظر هم واخلو، هغه ځواب نه وايي.

د لغمان له درې ولسوالیو دولت شاه، عليشنګ او بادپخ وروسته الینګار څلورمه ولسوالۍ شوه، چې دې ولایت کې د طالبانو لاسته ورځي.

د الینګار له تازه جګړو نه ګڼ شمېر خلکو یوازې خپل سرونه او ماشومان ویستلي دي، خپل کورونه يې پرېښي او نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي.

په ټولنیزو رسینو کې یوه ویډیو ډېره لاس په لاس کېږي، چې په کې ښکاري یوه زړه ښځه چې دوه نورې ښځې او ماشومان هم ورسره دي، د جګړو له سیمو د وتلو پرمهال بېرته په شاه شاه خپل کلي لور ته ګوري.

دې ویډیو د خلکو احساسات را پارولي او د جګړې د غندنې لیکل يې پرې کړي.

د لغمان یو ځايي اوسېدونکي او خبریال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «مورې وروسته وروسته مه ګوره هېڅ څوک دې د خلاصېدو نشته چې تا له دې عذابه وژغوري.  ګرانو خویندو او ګرانو ماشومانو ورځئ، دا خاوره، دا کلي او دا بانډې ستاسو نه دي، دلته یو عذاب راغلی، داسې عذاب چې هېڅ څوک ترې په امن کې نه دي. ګرانو میندو، خویندو او ګلالیو ماشومانو، ورځئ، ستاسو په شان نورې په زرګونه کورنۍ هم په تش ډاک او سپینه دښته کې شپې ورځې سبا کوي تاسو هم ورځئ. ګرانې مورکۍ له قدمونو دې ځار. ګرانې خورکۍ ستاسو ازار دې د وطن دښمنان ووهي. ګلالیو ماشومانو ستاسو هېڅ حق موږ ادا نشو کړای، بښنه وکړئ»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له رییسه وغوښتل چې د یوناما ملاتړ ته دوام ورکړي
خبرونه

رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له رییسه وغوښتل چې د یوناما ملاتړ ته دوام ورکړي

۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791263987]
بنېټ: د نجونو پرمخ به د روغتیایي علومو  د انسټیټیوټونو تړل د خلکو پر ژوند خورا منفي اغېزې ولري
خبرونه

بېنېټ: د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالب مشرانو د نیولو حکم «خورا مهم» دی

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791227940]
ذبیح‌الله مجاهد: تېر کال په افغانستان کې ۱۷ دیني مدرسې جوړې شوې
خبرونه

د ذبیح‌الله مجاهد غبرګون: د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژنو

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791226120]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.