• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د لغمان جګړه؛ لغمان سقوط نه شو، خو وېره يې ډېره ده

زمان سهیل

زمان سهیل زمان سهیل
۳ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۰ - ۲۴ مې ۲۰۲۱ [t_time:1621867279]

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ له سقوط وروسته تېره شپه طالبانو په مرکز مهترلام خپله پوره هڅه وکړه، ترڅو يې تر خپلې ولکې لاندې را ولي، ونه توانېدل.

د مهترلام اوسېدونکي وايي، تېره شپه طالبانو ددې ولایت په زندان سخته جګړه وکړه، خو امنیتي ځواکونو بېرته په شاه وتمبول.

حنیف الله شهاب پشه‌یي د لغمان یو مدني فعال دی، هغه وايي دولت شاه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ورغلې او ډېری پوستې يې سقوط دي.

هغه وايي: «دولت شاه ولسوالۍ او امنیه قومانداني د طالبانو لاس کې دي، اکثریت پوستې سقوط شوي دي، الینګار کې هم پوستې سقوط شوي، علیشنګ کې هم او تېره شپه خو لا مهترلام ښار کې جګړه وه، په زندان باندې طالبانو بريد کړی ؤ».

پشه‌يي وايي، د تازه جګړو له امله په زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او اوس له سختو ستونزو سره مخ دي.هغه وايي، تازه دمي ځواکونه هم لغمان ته رسېدلي او د مرکز اړوند سیمو کې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي.

د لغمان ولایتي شورا غړي وايي، دا ولایت سقوط نه دی خو که حکومت لږه ناغېړي وکړي نو سقوط به شي. د يادې شورا غړی ګلزار سنګروال له ۸صبح سره په خبرو کې ویلي، چې اوس مهال دولت شاه ولسوالۍ بشپړه د طالبانو لاس کې ده، علیشنګ او الینګار کې په پوستو بریدونه روان دي.

سنګروال وايي، د علیشنګ ولسوالۍ مقام، امنیه قوماندانۍ او یو د اردو کنډک له حکومت سره دي او همداراز د الینګار ولسوالۍ هم تر ۵۰ سلنه پوستې سقوط شوي دي.

هغه وايي: «وضعیت هېڅ د ډاډ وړ نه دی، پوستې ډېری سقوط شوي او جګړه تر مهترلامه رارسېدلې ده، که دولت لږ غفلت وکړ نو لغمان به سقوط شي، وګړي ډېر زیات بې‌ځایه شوي، وژل شوي او ټپیان دي او حتی تر مهترلامه د لېږدولو چاره يې نشته».

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد لوی درستیز او د ملي دفاع چارسنمبالی وزیر سترجنرال محمدیاسین ضیاء لغمان ته راغلی او د جګړې رهبري يې په غاړه اخیستې.

د ملي دفاع په وروستۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د ګډو ځواکونو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۱۰ طالبان وژل شوي او ټپیان دي.

خبرپاڼه وايي، په يادو عملیاتو کې د طالبانو د جګړې قوماندان زلمی او تر ۵۰ ډېر نور کسان يې وژل شوي او لږ تر لږه ۶۰ تنه ټپیان دي.

دفاع وزارت وايي، لغمان د سقوط له ګواښ ژغورل شوی، خو خلک لغمان کې د پوستو سقوط یوه دسیسه بولي.

د لغمان والي په تازه ویډیو کلېپ کې رسنیو ته ویلي، چې د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال معلم قسیم په ګډون ۱۱۰ تنه د فساد په تور نیولي او څارنوالۍ ته يې پېژندلي دي.

والي رحمت الله یارمل وايي: «د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال او تر سلو ډېر کسان همدا اوس زندانیان دي، دوی خو قسم کړی و چې خاورې سره به خیانت نه کوي او دا دی ټک نه دی شوی، دوی را تښتېدلي دي».

له بلې خوا مرکزي حکومت لغمان ته د ملي امنیت په چوکاټ کې ۴۰۰ مفرضه قطعه ورکړې، چې ددې ولایت ځوانان به په کې ځای پرځای شي.

د لغمان چارواکي وايي، دا قطعه به علیشنګ، الینګار ، مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې ډېر ژر په فعالیت پېل وکړي.

د ولایتي شورا غړي وايي، د لغمان مرکز مهترلام سره د علیشنګ، الینګار او دولت شاه ولسوالیو لارې هم تړل شوي دي.

زرګونه کورنۍ هم د جګړو له امله له خپلو کورونو بېځایه شوي، چې اوس مهال يې په نورو سیمو کې خپلو خپلوانو کره اړولي او یا هم خېمو کې ژوند کوي.

د لغمان د کډوالو رياست د معلوماتو له مخې، دولت شاه، علیشنګ، الینګار او مهترلام کې ۲۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي، ۵۰۰ سروې شوي او تر دې دمه ۱۶۱ کورنیو سره مرستې شوې دي.

لغمان کې د ولایتي شورا او قومي مشرانو اندېښنې دا دي، چې که چېرې حکومت بیا هم د وضعیت په کابو کولو کې بېغوري وکړي، نو لغمان به په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ورشي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

په لغمان کې یوه طالب له لفظي شخړې وروسته یو دوکاندار وواژه

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791389234]
د امید سبز ښارګوټي د استازو نیول؛ طالبان د دغه ښارګوټي د تخلیې په لټه دي
خبرونه

سرچینې: طالبان د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونه په زور تخلیه کوي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791388904]
خبرونه

طالبانو په کندهار کې ۱۸ ښوونکي د ږیرې خریلو په تور نیولي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791386011]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.