د کرهنې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې تېر کال د هېواد په کچه د غوزانو حاصلات ۱۴ زره او ۸۷۷ متريک ټنه ؤ.
\د ياد وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې غوزان په ښه توګه وده کوي او حاصلات ورکوي، چې بدخشان د ۴ زره او ۴۶۴ متريک ټنه حاصل سره د چهارمغزو مهم توليدوونکی ولايت دی.
د کرهنې وزارت د معلوماتو له مخې، کابل، نورستان، تخار، پنجشېر، کنړ، پکتيا، ميدان وردک او دايکندي هغه ولايتونه دي چې د غوزانو د حاصلاتو د ورکړې لپاره مناسبه اوبه او هوا لري.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د غوزانو ونه تقريبا په ټول هېواد کې چاپېريالي سازښت لري، خو غرنۍ او ريګي سيمو کې نسبتا ښه وده کوي.
غوزان د افغانستان يو له مهمو وچو مېوو څخه ګڼل کېږي چې هرکال د سيمې هېوادونو سربېره د نړۍ مختلفو هېوادونو ته هم استول کېږي او د بدخشان غوزان بيا نامي او خورا مشهور دي.
غوزان ډول ډول دي چې اوسمهال په افغانستان کې د دغې وچې مېوې کاغذي ډول يې خورا مشهور دي او خلک يې خوښوي.
غوزان ارزښت لرونکې وچه مېوه ده چې۷۶سلنه غوړي، ۲۲ سلنه پروټين او کاربوهايډريډ او د A B E ويټامينونه په خپل ترکيب کې لري. د دغې مېوې څخه خورا خوندور غوړي هم ترلاسه کېږي چې په ځينو خوړو کې ترې کار اخيستل کېږي.