۸صبح، کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په اتمه ناسته کې ویلي چې د دغه هېواد د بشري مرستو بله جوپه به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې افغانستان ته واستول شي.
ښاغلي لاوروف دوشنبه د تلې پر ۱۳مه د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې ویلي چې په را روان ژمي کې به څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.
نوموړي ټينګار کړی چې افغانستان ته به د روسیې بشردوستانه مرستې دوام ولري.
د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه ناسته دوشنبه د تلې پر ۱۳مه په مسکو کې د سرګي لارووف په وینا پیل شوه.





