۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان نجونو په ښوونه او روزنه کې د ښځینه ښوونکو پر مهم رول ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د یونیسف دفتر دوشنبه د تلې پر ۱۳مه، ویلي چې افغان ښځې کولای شي د خپلو زدهکړو په دوام او د ښوونکي د مسلک په خپلولو سره، د نجونو د پوهې او مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
دغه بنسټ د راتلونکو نسلونو په روزنه کې د ښوونکو د رول په ستاینه کې زیاته کړې چې افغان ښوونکي په خپلې «لېوالتیا، پوهې او ژمنتیا» سره د راتلونکو نسلونو د پرمختګ او ودې زمینه برابروي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې د زدهکړو، تحصیل او کار په برخو کې له مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ شوې دي.





