د لبنان ولسمشر جوزف عون د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر امنیتي مسایلو د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی دی.
الجزیرې یکشنبه د جولای پر ۱۹مه راپور ورکړی چې جوزف عون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته رسېدلی او له روبیو سره یې لیدلي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې چې عون به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري او دا له ۲۰۰۹ کال را وروسته لومړی وار دی چې د لبنان یو ولسمشر واشنګټن ته ځي.
دا سفر داسې مهال شوی چې د امریکا په ملاتړ د لبنان او اسراییلو تر منځ خبرې روانې دي.
د لبنان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې عون به د اوربند د پیاوړتیا، د لبنان له سویلي سیمو د اسراییلي ځواکونو د وتلو او په دغه هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په اړه خبرې وکړي.





