• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

 لبنانۍ ښځې «جنسیتي پولې» ماتوي

۸صبح ۸صبح
۲۵ كب/حوت ۱۴۰۱ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۳ [t_time:1678972910]

[box type=”note” align=”aligncenter” class=”” width=””]د لبنان ښځې په هغو برخو کې چې په دودیز ډول د نارینه وو په ولکه کې دي، د وخت په تېریدو سره خپل حضور زیاتوي. هغوی وايي چې کله ناکله یې ښځمنتوب په ګټه پرېوځي.[/box]

غدير حمادي او زينا انتونيس

لوریان-لوژور ورځپاڼه

بیروت- نصاب، مریم، ندا او هاله هر سهار په ۰۶:۳۰ بجو د لبنان په شمالي طرابلس ښار کې بس ته پورته کېږي. هغوی ۸۰ کیلومتره مزل کوي، څو له بیروت ښاره بهر په سین‌الفیل کې د ترکاڼۍ په ټولګیو کې برخه واخلي.

د خپلې خوښې په برخو کې د دندې موندلو لپاره له ډېرو هڅو وروسته، دغو څلورو ځوانو مېرمنو یو کال وړاندې په ۲۰ کلنۍ کې پرېکړه وکړه چې په ترکاڼۍ کې خپل چانس و ازمويي- هغه کسب چې په دودیز ډول د نارینه وو لپاره ځانګړی شوی.

هغوی دغه کسب د ورشي (ورکشاپ په مانا) په نوم  یوه مرکز کې زده کوي، دغه مرکز په بیروت بندر کې د ۲۰۲۰ کال د اګست د ۴مې له چاودنې وروسته د لبناني معمار انستاسیا الروس لخوا جوړ شوی دی.

الروس وايي: «موږ هغوی ته داسې کسب ورزده کوو چې په خپله یې کله هم په اړه فکر نه و کړی. د کسب د ورزده کولو په بهیر کې موږ هغوی ته پیسې ورکوو چې خپل لګښتونه پوره کړي او کورنۍ ته وښيي چې په دې کار سره ژوند کولای شي.»

د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د لبنان په کاري ځواک کې د ښځو ونډه په ۲۰۲۱ کې ۲۱ سلنې ته رسېدلې. د کار په ځواک کې د ښځو د ونډې نړۍواله کچه څه باندې ۵۰ سلنه او د نارینه وو ۸۰٪ ده.

 د ټولنې له ناسمو تمو او کټګوریو سره مبارزه

هاله، چې په وارشي مرکز کې له شاملېدو مخکې یې د کورني امنیت په ځواکونو (ISF) کې د کار کولو ارمان درلود، وايي: «کله چې موږ د کار زده کول پیل کړل، ډېرو راپورې وخندل، خو له هغه پړاوه تېرې شوو. خلکو له ما نه پوښتل چې څنګه کولای شم لرګي یوسم. دومره درانه نه دي او که یوه لویه دړه وي، نو موږ به یې په څو کسانو ولېږدوو.»

ندا، له حسابدارۍ فارغه شوې، له دې مخکې چې د ترکاڼۍ زده کول پیل کړي، وزګاره وه. هغه وايي: «په لومړي سر کې شاوخوا خلکو راباندې ملنډې وهلې، خو کله چې يې په ترکاڼۍ کې زما د کار پايلې وليدې، نو ویې هڅولم.»

په ورشي کې، ورکشاپ د ځینو ښځینه کسب زده کونکو کوچني ځان ته په پام سره تنظیم شوی دی. د دغه ورکشاپ استادان نارینه دي، ځکه چې ترکاڼي په لبنان کې د اوږدې مودې لپاره د نارینه کسب و. البته، استادان د دغو ښځینه کسب زده کوونکو د ملاتړ لپاره خپل ټول وس کاروي.

مېرمن نسب، د ټولنیزو علومو د څانګې یوه فارغه ده چې په میاشتو میاشتو وزګاره وه، دا وايي: «زموږ ښوونکو چې ټول مړه شوي، موږ ترکاڼۍ ته هڅولي یو. دا یو لوی کسب دی او موږ له دې لار د خپل ژوند بېړۍ چلولای شو.»

د لبنان د سوداګرو ښځو د اتحادیې (LLWB) مشرې اسمهان زَیِن له دغې ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «ښځې د پرمختګ لپاره داسې نارینه وو ته اړتیا لري چې ملتیا یې وکړي. که نارینه ښځو ته ارزښت ور نه کړي او ملاتړ یې ونه کړي، موږ د کار په چاپېریال کې د ښځو مقام نه شو لوړولای.»

مالي او شخصي پیاوړتیا

د ترکاڼۍ د کسب زده کولو دغه ځوانې ښځې پیاوړې کړې او هغوی له دې لارې عاید او پر ځان باور ترلاسه کوي. مريم، چې ښوونځی یې پرېښی دی، وياړي چې د ترکاڼۍ د زده کولو له پيل راهيسې «له مالي پلوه خپلواکه شوې ده.»

د دې کسب په زده کولو سره پر ځان د مېرمن نسب باور زیات شوی او توانېدلې ده چې پر ځان بسیا شي. هغه وايي: «زه وزګاره وم او هېڅ مې نه لرل. نن، زه کولای شم هغه څه وکړم چې غواړم یې. زما هیله دا وه چې له خپل چاپېریاله راووځم او د ژوند کولو او ترسره کولو لپاره نورې لارې چارې زده کړم. په هغه چاپېریال کې چې زه پکې ژوند کوم، نارینه تل مخکښ دی، خو دلته (په ورکشاپ کې) موږ ټول یو شان یو.»

زیار ګالل او مثبت اقدام پایله ورکوي

د ځینو ښځو لپاره، د نارینه وو برخو ته ننوتل لا اسانه دي. زَیِن لوران- لوژور ورځپاڼې ته وویل، «د ښځو ټولنیزه-اقتصادي مخینه د نارینه وو تر واک لاندې برخو کې د دوی د منلو پر احتمال اغېز لري.»

روزابیله چدید، د سي ‌گرین د نوي جوړشوي شرکت یوه بنسټګره او اجرایوي رییسه ده، دغه شرکت خټې (د خټو مخلوط) په عضوي سرې بدلوي.

چيديد وايي: «په ټولو پروګرامونو کې د ښځو لپاره دروازې پرانيستې دي.» هغه دا پرمختګ د ملګرو ملتونو د پایښت لرونکې پراختیا د پروګرام په موخې پورې چې د جنسیتي برابرۍ غوښتونکی دی، تړي.

چیدید د خپل نوي جوړ شوي شرکت په مټ د فرانسې د ۲۰۱۹ کال د ښځینه متشبثینو (FFE) سیالۍ وګټله. دا سیالۍ د ښځینه سوداګرو د هڅونې په موخه ترسره کېږي. چیدید وايي: «زه په چانس باور نه لرم، زه په سخت زیار او د هغو خلکو په مرستې باور لرم چې د لارې په اوږدو کې ورسره مخ کېږي. نوموړې وايي چې په علمي کار کې د یوې ښځې په توګه د هېڅ ډول تبعیض یا جنسیتي تعصب سره نه ده مخ شوې.

ملک جمعه، هغه ښځه ده چې ویب پاڼې جوړوي، لوریان- لوژور ته ورته کیسه بیانوي. هغه په ​​بیروت کې د اس‌ اې فکټوري په نوم یوه بنسټ کې زده کوونکې وه، دغه بنسټ د پروګرامونو او سافټویر زده کوونکو ته زده کړه ورکوي.هغه په داسې حال کې چې خاندي وایي: «زما په باور ما د نجلۍ توب په پار ډېر امتیازونه درلودل. ټولګيوالو اواستادانو مې په ریښتیا زما ملاتړ وکړ. استاد مې راباندې د نادرې ملغلرې غږ کاوه؛ ځکه چې په دې برخه کې د  ښځينه وو شمېر د نارینه وو په اندازه نه دی، او هغوی غواړي چې په دې برخه کې ډېرې ښځې وګوري.»

جمعه د ناروې په یوه شرکت کې د نارینه او ښځینه پروګرام جوړوونکو په یوې ډله کې کار کوي، هغه وايي: «زه فکر کوم چې ښځمنتوب زما په ګمارنه کې یوه ګټه ده. زما تخنیکي مهارتونه یو امتیاز و، خو هغوی د نجونو د استخدام په لټه کې هم وو.»

د فرانسې د متشبثینو ښځو د سیالۍ ګټونکې چدید وایي چې په لبنان کې ځوانې نجونې باید هغه څه تعقیب کړي چې غواړي یې»

هغه د نجونو د هڅولو لپاره وايي: «که تاسو د خپل کار په اړه لېواله یاست، تاسو به د هرې ننګونې لپاره حل لاره ومومئ.»

خو زین یو بل مهم ټکي ته اشاره کوي: «ښځه په هېڅ کار کې تر هغه وخته نه ستایل کېږي تر څو چې دا ثابته نه کړي چې خورا وړتیا لري او د صلاحیت لرونکې ده. تاسو باید د نارینه وو دوه برابره هڅې وکړئ.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ښځو رنځ او له تابوګانو سره مبارزه
دسته بندی نشده

د ښځو رنځ او له تابوګانو سره مبارزه

۲۲ كب/حوت ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1710218482]
جلاوطنه روایتګره، د افغان ښځو پر وړاندې د شویو تاوتریخوالو کیسې لیکي
راپورونه

جلاوطنه روایتګره، د افغان ښځو پر وړاندې د شویو تاوتریخوالو کیسې لیکي

۱۸ كب/حوت ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1709899554]
افغان کلیوالې مېرمنې؛ پر تېرو پښېماني او راتلونکې ته هیله
راپورونه

افغان کلیوالې مېرمنې؛ پر تېرو پښېماني او راتلونکې ته هیله

۱۸ كب/حوت ۱۴۰۲ - ۸ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1709893707]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.