د لبنان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د مارچ له دویمې تر اوسه د اسراییلو په بریدونو کې څلور زره او ۳۸۷ کسان وژل شوي دي،
نوموړي وزارت پنجشنبه د سپټمبر پر ۱۷مه ویلي چې په دې موده کې ۱۲ زره او ۴۰۷ کسان ټپيان شوی هم دي.
د راپور له مخې، دا کسان د مارچ له دویمې وروسته د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت په وار وار پر دغه هېواد د اسراییلو په بریدونو کې د تلفاتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.





