پرېږدئ چې هیلې رېښتیا شي!
عایشه عظیم

زما کورنۍ تل دا را زده کړي چې له نورو سره ښه واوسو. د هر حالت په تړاو مثبت فکر وکړم او داسې یو څوک و اوسم چې له خلکو سره مرسته کوي. ما تل هڅه کړې چې په دې برخه کې خپلې وروستۍ هڅې ترسره کړم، څو هم په ژوند کې هم د خپل ځان د پرمختګ لامل شم او هم د سولې او کرارۍ د فضا د رامنځته کېدو لامل شم. خو داسې احساسوم چې دا هیله مې ورځ پر ورځ له منځه ځي.
زه عایشه عظیم یم او ۱۶ کاله عمرلرم. داسې یوه نجلۍ چې له جګړې او ناخوالو ډک هېواد کې ژوند کوي او د خپل ژوند لپاره بې شمېره هیلې لري. هغه نجلۍ چې د زده کړې لپاره یې له دردونو او کړاوونو ډکې ورځې تیرې کړې خو د دغه کړاو او درد احساسولو ته یې څوک نه دي پرېښي. یوه نجلۍ چې تل یې هڅه کړې چې مثبته انرژي ولري. سره له دې چې ما په یوه جګړه ځپلي هیواد کې ژوند کړی،هېڅکله مې د روښانه راتلونکي او د ټولو پر وړاندې د ځان د ښه کیدو هیله له لاسه نه ده ورکړې. ما تل لیدلي دي چې زما د هیواد خلک د هغو ظالمو کسانو له امله چې زړونه یې د کاڼو دي، څنګه ځورېږي. نو ما تل له ځانه سره ویلي چې زه باید صبر او زغم ولرم او هېڅکله هیله له لاسه ورنه کړم. ځکه زه فکر کوم چې د خپل هیواد له ځوریدلو خلکو سره مرسته کولای شم.
زه هغه څوک نه یم چې په اسانۍ تسلیمه شي، خو هیواد ته مې د طالبانو په راتګ سره هر څه بدل شول. زه په وېرې او ډار سره ګورم چې څنګه خلک د خپل ژوند د ژغورلو لپاره تښتي او د دې شاهده پاتې شوې یم چې څومره خلک له نورو کړاونو او مصبتونو سره مخ شوي دي. کله چې طالبان راغلل، یو له لومړنیو کارونو یې یو دا و چې د نجونو پر مخ یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل. خو سره له دې چې زما په ذهن کې منفي فکرونه وو، خو نه مې غوښتل چې هیلې له لاسه ورکړم او هڅه مې وکړه چې د خپل ذهني سکون لپاره انځورګري او نقاشي زده کړم او له همدې امله اوس ښه انځورګري او نقاشي کولای شم. له ماشومتوب راهیسې تل د نویو شیانو د زده کولو لېواله یم، له همدې امله مې هڅه کوله چې انګلیسي ژبه د خپلې مشرې خور د ژباړې له لارې چې فلمونه او کارټونونه به یې ما او زما کوچني ورو ته ژباړل، زده کړم. کله چې د ژبې د ګرامر پر اساساتو پوه شوم، د انګلیسي زیرنويسونو له لارې مې د هغې زده کول پېل کړل. د یو نیم کال په موده کې چې د ښوونځي دروازې زموږ پر مخ تړل شوې وې، ما ونه غوښتل چې خپله هیله له لاسه ورکړم او د خپلې کورنۍ په ملاتړ مې د انګلیسي ژبې کورس تعقیب کړ چې دا ژبه لا ښه زده کړم. اوس زه په انګلیسي ژبه روانی خبرې او لیکل کولای شم . تر هغه وخته چې کورس ته تللم، تل په لومړي مقام کې وم.
تېره میاشت مې یو دا ډېر ښه خبر واورېد چې ټاکل شوې، د دولسم ټولګي له نجونو نه د ټولو مضمونونو ازموینه په یوه ورځ واخېستل شي. دا خبر د طب په برخه کې پوهنتون ته زما د لارموندنې د هیلي د ريښتیا کېدو لپاره یو لوی چانس و. ازموینه مې ورکړه او د لوړو نومرو پر اخیستو هم بریالۍ شوم. خو طالبانو ناڅاپه پرېکړه وکړه چې د کورسونو او پوهنتونونو په ګډون د هېواد ټول ښوونیز بنسټونه د نجونو پر مخ وتړي.
له هغه وخت راهیسې زه ډیره خواشیني او خپه یم؛ زما تر ټولو لویه هیله دا وه چې یوه ښه انسانه واوسم او له نورو سره مرسته وکړم، ایا دا هیله ناسمه ده؟ ایا دا چې د یوې نجلۍ په توګه هیلې وپالم، جرم دی؟
طالبان په ټولنه کې د هلکانو او نجونو تر منځ لوی توپیر ته قایل دي، ایا هغوی د نجونو وړتیاوې له پامه غورځوي؟ ایا هغوی زموږ هیلې ګوري چې له منځه ځي؟ ایا هغوی ګوري چې زموږ زړونه په داسې فرمانونو ټوټه ټوټه کیږي؟ ایا هغوی هغه سترګې ګوري چې د خپل ژوند او راتلونکي لپاره ژاړي؟
اوس چې د نجونو لپاره علم او تحصیل، ازادي او بشري حقونه نشته، پردې ډېره خواشیني یم چې یوه افغانه نجلۍ یم چې په خپل هېواد کې هېڅ راتلونکی نه لري. هیلې یې ترې اخیستل کیږي او د ژوند پرېکړه یې نور په خورا بد ډول کوي. ډيره خپه یم.
زه هیله لرم چې د نړۍ هیوادونه زموږ غږ واوري او له موږ سره مرسته وکړي څو په ژوند کې خپلو موخو ته ورسېږو. مهرباني وکړئ پرېږدې چې زموږ هیلې ريښتیا شي.