• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له لرې ژوند؛ څنګه مو ۸صبح ګډ کور شو

ماریا شهسوار ماریا شهسوار
۲ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۵ - ۲۳ مې ۲۰۲۶ [t_time:1779551334]

انسان کله کله له داسې ځای سره زړه تړي چې ژوند یې پکې نه وي کړی، خو ژوند یې ورسره کړی وي. ۸صبح ماته په وروستیو کالو کې همداسې ځای دی؛ داسې ځای چې د مبایل او کمپیوټر د پردو تر شا پکې انساني تودې اړیکې جوړې شوې دي؛ داسې ځای چې د کاري اړتیا او اداري اړیکو له مخې مې له ګڼو همکارانو سره تل اړیکې ساتلې دي؛ داسې ځای چې لنډ پيغامونه، بېړنۍ اړیکې او لنډه همغږي مو ورو ورو ګډه ژبه ګرځېدلې ده. موږ له یو بله لرې یو، خو بیا یې هم له یو بله پردي نه کړو. برعکس، واټننونو کله کله د اړیکو ظاهري پردې لرې کړې او د باور ژورو او د همکارۍ څوکو ته ورسېدې.

په ۸صبح کې کار هېڅکله یوازې ورځنیو او اداري دندو سلسلې ته راټيټ نه شو. د هر روایت، هر خبر، هر راپور، هرې اصلاح، هر پیغام او هرې همغږۍ تر شا یو انسان ولاړ و چې له ستړیا، وېرې، کډوالۍ، بې‌ثباتۍ او هیلې سره مخ و. ما په دغو کلونو کې ۸صبح نه یوازې په خپرو شویو متنونو کې، بلکې په نالیدلو څېرو، اشنا غږونو، لنډو پیغامونو او خاموشو اندېښنو پېژندلې ده. دا رسنۍ ماته له همدغو انساني ټوټو جوړه ده؛ له هغو انسانانو چې کله کله د ژوند تر فشار لاندې راټوکېدلي وي، خو بیا یې هم هڅه کړې د خلکو غږ په سمه، روښانه او بې‌پردې روایت کړي.

په ۸صبح کې مې تر ټولو ښکلې تجربه همدا له لرې نږدېوالی دی. ډېر همکاران مې هېڅکله له نږدې نه دي لیدلي، خو کله کله داسې انګېرم چې هغوی مې له هغو ډېرو کسانو څخه هم ژور پېژندلي چې هره ورځ په فزیکي ډول راسره وي. موږ د پیغامونو تر شا، د غږونو له لحن، له تمېدو، د ځوابونو له ځنډ، په یوې لنډې جملې کې د پټو اندېښنو او له هغې ژمنتیا څخه چې هره ورځ په کار کې تکرارېده، داسې پېژندنې ته رسېدلي یو چې ښايي حضوري لیدنه هم تل د هغې توان ونه لري چې رامنځته یې کړي. دا اړیکه یوازې کاري اړیکه نه وه؛ بلکې د مسوولیت، درناوي، همدردۍ او ګډ باور یوه نالیدلې رشته وه چې موږ یې د نړۍ په بېلابېلو کونجونو کې سره تړلي وو.

په دغو تجربو کې بیا ماته د ښځینه همکارانو کار تل ځانګړې مانا لري او ژور اغېز یې راباندې کړی دی. هر ځل چې د یوې ښځینه همکارې له لوري په افغانستان کې یو روایت، خبر یا راپور لیکل او خپرېږي، ماته یوازې یو نوی مطلب نه وي؛ بلکې د هغو نجونو او ښځو د حضور نښه وي چې غواړي له متن څخه حذفې نه شي، له روایت څخه څنډې ته لاړې نه شي او د تحمیلي چوپتیا پر وړاندې لا هم کلمه د بقا د یوې لارې په توګه وکاروي. دا فکر چې یوه نجلۍ د افغانستان په کومه برخه کې له وېرې، محدودیت او فشار سربېره، لا هم قلم پورته کوي او د خلکو کیسې لیکي، ماته هم ویاړ دی او هم درد. ویاړ له دې امله چې دا اراده لا هم ژوندۍ ده او درد له دې امله چې دا اراده باید په داسې بې‌رحمه شرایطو کې خپله مانا پیدا کړي.

داسې ورځې هم راغلي چې د کار ستړیا ناڅاپه په ښه خبر له منځه تللې؛ هغه ورځ چې یو سخت راپور خپور شوی، یو دروند کار پای ته رسېدلی، یو همکار له یوې ګواښمن وضعیت څخه خوندي تېر شوی، یا یو ټيم د محدودیتونو له ګڼې ګوڼې سربېره توانېدلی داسې کار وکړي چې بیا موږ ته د پاتې کېدو او دوام ارزښت را په یاد کړي. په ۸صبح کې مو خوشحالي له شورماشوره ډکه نه وه؛ په لنډو پیغامونو، ساده مبارکۍ، د زړه تودو نښو، ایموجي‌ګانو، موسکاوو او لنډو تشویقي او صمیمي جملو کې دوام موندلی. خو همدغه کوچنۍ خوشحالي، په داسې نړۍ کې چې ډېر لوی څېزونه یې ترې اخیستي، موږ ته ژوره مانا لري. کله کله یوازې یوه ساده جمله «ستړی مه شې» د یوې سختې ورځې بار سپکولی شی.

 

د دغو تودو او کوچنیو شیبو ترڅنګ، ډېرې داسې ورځې هم وې چې کار له وېرې، اندېښنې او خپګان سره مل و. وروستي کلونه د ۸صبح کورنۍ لپاره یوازې د رسنیز کار کلونه نه وو؛ د ناخبریو، انتظار، اضطراب او وېرې کلونه هم وو. هغه ورځې چې د یوه خبریال د نیول کېدو خبر، یوه همکار ته ګواښ، په ګاونډیو هېوادونو کې د ګروپ د یوه غړي بندي کېدل، یا په افغانستان کې د هغه د نیول کېدو ګواښ، کاري چاپېریال له عادي ماناوو خالي کاوه. په داسې شیبو کې بیا کار نور یوازې کار نه و؛ هر پيغام بې‌ځوابه، هر تماس بې‌ځوابه، هر ساعت بې‌خبرۍ د ټولو په زړونو کې پر دروند بار اوښته.

ډېر دردونکی دی، هغوی چې کلونه یې حقیقت باندې لیکل کړي، خپله باید له ناامنۍ، کډوالۍ، بې ثباتۍ، ګواښونو او د سبا له وېرې سره ژوند وکړي. دردونکی دی، هغه خبریال چې د خلکو درد لیکي، کله کله ناچاره شي خپل درد بې غږه پر اوږو یوسي. ښايي همدا درد و چې موږ ته یې دا را وښودله چې ۸صبح راته یوازې یو رسنیز بنسټ نه دی؛ بلکې داسې کورنۍ ده چې د هر غړي امنیت او ناامني، د هر همکار خوشحالي او غم، پر نورو هم اغېز کوي. په دې کورنۍ کې کله کله یوازې د یوه لنډ پیغام انتظار هم بسنه کوله چې انسان بیا ساه واخلي؛ هغه پیغام چې ووایي: «ښه یم»، «خوشې شوم»، «خوندي ځای ته ورسېدم» یا یوازې «اندېښنه مه کوئ.»

دا تجربې اسانه نه وې. سخته ده چې له لرې له یو چا سره کار کول، پر هغه باور کول، د هغه غږ پېژندل، د هغه اندېښنې درک کول، د هغه پر کار تکیه کول او بیا په یوه شېبه کې پر دې پوهېدل چې ښايي د هغه امنیت، ازادي یا راتلونکی له خطر سره مخ وي. سخته ده چې هم هممهاله کار مخته یوسې، خو زړه دې له هغو همکارانو سره وي چې په کډوالۍ، بې‌ثباتۍ، د نیول کېدو له وېرې، له کور څخه لرېوالي او په دوامدارو اندېښنو کې ژوند کوي. دغو ورځو راوښوده چې کاري اړیکه، که د باور او همدردۍ پر بنسټ جوړه شي، یوازې د ادارې تر چوکاټه نه پاتې کېږي؛ بلکې پر انساني پیوند اوړي؛ داسې پیوند چې کله کله له ډېرو عادي نږدې اړیکو څخه هم رښتینې او تلپاتې وي.

۸صبح ماته له همدغو شېبو جوړه شوې؛ له هغو پيغامونو چې کله کله له دې هم لنډ وي چې تر شا یې درد څرګند کړي؛ له هغو اندېښنو چې په چوپتیا کې مو تر منځ لاس په لاس شوې دي؛ له هغو مبارکیو چې له ستړیا سربېره یې زړونو ته تودوخه ورکړې؛ له لنډو همغږیو، له کاري شپو، له هغو ستړیاوو چې ډېرې خبرې مو پرې نه دي کړې او له هغه باور څخه چې د لرې لرې خلکو ترمنځ یې ورو ورو ریښې ځغلولې دي. دا رسنۍ ما ته د غږونو، څېرو، اضطرابونو، موسکاوو، دردونو او خاطرو یوه ټولګه ده. هر همکار، د هغه برخې له ستونزو سره چې زغملې او له هغې ژمنتیا سره چې په کار کې یې لرلې دي، د ۸صبح د مانا او بقا یوه برخه یې جوړه کړې ده.

نن چې د ۸صبح ورځپاڼې د فعالیت شلمه کلیزه نمانځو، موږ یوازې د یوه نوم دوام یا د یوې رسنۍ بقا نه نمانځو؛ بلکې د هغو انسانانو حضور ته درناوی کوو چې دا لار یې ژوندۍ ساتلې ده. هغوی چې په افغانستان کې پاتې شول او د فشار، وېرې او ګواښ تر سیوري لاندې یې کار وکړ؛ هغوی چې په کډوالۍ کې له زړه تنګۍ، بې‌ثباتۍ او له کور څخه د لرېوالي سربېره یې لا هم خپل مسوولیت ته دوام ورکړ؛ او هغوی چې ښايي لږ ولیدل شي، لږ یاد شي او ډېر کم په متن کې ځای ولري، خو هره ورځ یې دا کار د صبر، ژمنتیا او هیلې په مټ پر مخ وړی دی. د ۸صبح شل کاله، تر دې چې د یوه بنسټ تاریخ وي، د همدغو کسانو د درېدو او مقاومت روایت دی.

ښايي کلونه تېر شي، شرایط بدل شي، انسانان ځای بدل کړي او سختې ورځې بله بڼه خپله کړي؛ خو هغه څه چې ماته له ۸صبح څخه پاتې کېږي یوازې کاري تجربه نه ده. هغه کسان دي چې په دې لار کې مې وپېژندل؛ هغه باور دی چې له لرې جوړ شو؛ هغه اندېښنې دي چې یو ځای مو وزغملې؛ هغه کوچنۍ خوشحالي ده چې د تیارو په منځ کې مو ونمانځله؛ او هغه هیله ده چې په ډېرو سختو ورځو کې مو ترمنځ ژوندۍ پاتې شوه. له همدې کبله، ۸صبح ماته هغه کور دی چې له لرې مې په زړه کې جوړ شوی؛ داسې کور چې ښايي هېڅکله مې پکې فزیکي حضور نه وي لرلی، خو د خپل وجود او خاطرو یوه برخه مې پکې پرېیښې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ازادۍ جبهې د کندوز په هوايي ډګر کې پر  راټولو شويو طالبانو د توغندیز برید خبر ورکړ
خبرونه

ازادۍ جبهه: په تخار کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792664531]
کلتوري محدودیتونه او د پوهاوي کمښت؛ په افغانستان کې د ښځو د سینې سرطان د ژر تشخیص پر وړاندې خنډونه
راپورونه

کلتوري محدودیتونه او د پوهاوي کمښت؛ په افغانستان کې د ښځو د سینې سرطان د ژر تشخیص پر وړاندې خنډونه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792662935]
سرچینې: په بامیان کې د یوناما د دفتر امنیتي مسوول له وسله‌وال بریده روغ وتلی
خبرونه

سرچینې: په بامیان کې د یوناما د دفتر امنیتي مسوول له وسله‌وال بریده روغ وتلی

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792658128]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.