۸صبح، هرات: په هرات کې ځايي سرچینې وايي چې د ۳۰ کلن ځوان عبدالقدیر پهلوانزاده د وژنې عاملان نه دي نیول شوي، لا هم په ازاد ډول ګرځي او خپلو دندو ته دوام ورکوي.
سرچینو دوشنبه د وږي پر ۱۶مه، ۸صبح ته ویلي چې په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قوماندان او په دې وژنه کې د ښکېلو کسانو د نیول کېدو په اړه د طالبانو ادعا حقیقت نه لري.
تر دې وړاندې د طالبانو په استخباراتو پورې اړوند ځینو رسنیو ویلي وو چې په دغه وژنه کې ښکېل کسان نیول شوي، خو ځايي سرچینې دغه ادعا ردوي.
د سرچینو په وینا، شاوخوا ۱۰۰ قومي مخور د شنبې په ورځ د موضوع د تعقیب لپاره په هرات کې د طالبانو والي ته ورغلي وو، خو والي هغوی ته د خبرو اجازه ورنه کړه او ټول یې له خپل دفتره وایستل.
سرچینې وايي چې په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر رییس د هغه کس له نږدې کسانو دی چې دغه کس يې وژلې دې.
عبدالقدیر د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ د هرات ښار په څلورمه حوزه کې له شکنجې او د لاسونو له تړل کېدو وروسته په ډزو وژل شوی دی.
هغه ویډیو چې د ۸صبح لاسته رسېدلې، هم ښيي چې یو ځوان له شکنجې او د لاسونو له تړل کېدو وروسته په ډزو ویشتل کېږي.
سرچینې وايي چې د پېښې پر مهال په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قوماندان له خپل اوښي او ورور سره یوځای حاضر و.





