• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

اوږده مزلونه او ورک منزلونه

لیکوال: عبدالوحيد وحيد

 لیکوال: عبدالوحيد وحيد لیکوال: عبدالوحيد وحيد
۲۳ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱ [t_time:1618246154]

یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
که د تېرو څلورو لسيزو د نظامونو د ناکامۍ لاملونه وڅېړو، نو په فکري نظرياتي او سياسي ليدلوريو کې له زياتو اختلافاتو او توپيرونو سره سره يې د ناکامۍ مشترک لاملونه درلودل.
له کمونستانو، مجاهدينو او طالبانو رانيولې تر نننۍ ديموکراسي پورې د ټولو د ناکامې ګډه ستونزه د واک انحصاري فکر، افراطي کړنې او د افغانستان په دوديزه عنعنوي ټولنه باندي له معتقداتو نيمګړی تعبير او له ذهنيت جوړولو پرته له بهره د وارد شويو دودونو او نظرياتو تپل ګڼلاى شو.
خلق او پرچم نه يوازې واک مطلقاً انحصار کړى ؤ، بلکې هغه تيوريک سوسياليستي نظريات يې زمونږ په ټولنه باندې له افراطي ذهنيت سره د ډنډې په زور د عملي کولو هڅه وکړه چې د مسکو کمونستانو هم په همدغه شډله توګه نه ؤ عملي کړي. دغو دواړو ډلو له څورلس کاله ناکامې جګړې وروسته د خپلمنځي اختلافاتو له امله د مجاهدینو له داسې ډلو سره يو ځاى شول چې د واک د انحصار مفکوره يې درلوده.
د مجاهدینو ډېرى مشران هم د واک د انحصار په رنځ اخته شوه، ديني او ملي رسالتونه او ټولنیز ارزښتونه يې په پام کې نه نيول، په يوه او بله پلمه د واک په سر جګړه کې ښکېل شول او کابل يې ونړاوه، ملي او شخصي شتمنۍ چور شوې او د خپلواکۍ مقدسه جګړه بدنامه او د ازادي د لارې د سپېڅلو شهيدانو له وينې سره يې خيانت وکړ.
طالبان چې د افغان ټولنيز بدن يوه محرومه مذهبي ډله وه، د کورنیو جګړو د ختمولو لپاره راپورته شوه، ولسي ملاتړ يې ترلاسه کړ، خو د واک ترلاسه کولو وروسته يې خپل حکومت ته انحصاري بڼه ورکړه. په کور دننه او بهرنۍ تګلارو کې يې د افراطیت او د نورو د نفي کولو سياست يې برمخ يووړ.
په لومړي سر کې د واک وږي تږي نه وه، خو په نورو افغانانو باندې د بې باورۍ له امله يې په يوازې سر حکومت کول غوره وګڼل او همدغه نفسياتي ستونزه د هغوى د ناکامۍ لامل وه.
د ديموکراسۍ په تېرو دوه لسيزو کې هم واک عمدتاً د کورنیو جګړو د يوې خوا او له لويديځ څخه د راغلو ترمنځ ووېشل شو او تر ډېره د بُن د ناستې وېش د نورو له ګډون پرته انحصاري بڼه خپله کړه.
په ځينو مواردو کې لکه د ټاکنو د بنسټ ايښودلو، د بيان ازادي، زده کړو، اقتصادي ودې، د بنسټونو ودانولو، نړيوالو اړيکو رغولو او په ځينو نورو برخو کې له جزوي او ټکنيو لاسته راوړنو سره سره په افغان ټولنه باندې د ديموکراسي او له ترهګرۍ سره د جګړې تر عنوان لاندې د فساد ظلم او وحشت داسې څپې تېرې شوې او لاهم دوام لري چې له مله يې افغانانو د ولسواکۍ او د ديموکراسۍ پر سيستم باندې باور له لاسه ورکړ.
د مخالف اړخ لخوا د ژوند ګواښل کېدو په مقابل کې پياوړي فکري روزنه، عقيدوي تړون، کلک عزم، پياوړې اراده، د امير د اطاعت کلک هوډ، له فساد څخه پاک، بې تکلفه ساده ژوند، له تشريفاتي پېچلتيا څخه پاکه اداره، د قربانۍ لپاره تيارى او داسې نور موارد… د طالبانو د قوت لاملونه ؤ.
البته د واک انحصاري ذهنيت، په نورو افغانانو باندې بشپړه بې باوري، کمزوری سياسي ليدلوری، ټکنۍ پوهنيزې وړتیاوې، له معاصرې ټکنالوژۍ سره بې‌ځايه حساسیت، د ښځو په زده کړو باندې بنديز، د رسمي ادارو له پرنسيپونو او ديپلوماتيکو تعاملاتو سره نابلدتيا، د ولسي مشارکت په برخه کې ستونزې او د پرديو تر اغېز لاندې راتلل د طالبانو د ضعف اړخونه ګڼلاى شو.
د افغانستان جغرافيايې قومي مذهبي او ژبني جوړښت ته په کتو دلته هېڅ داسې سيستم او نظام د چلن وړ نه دی چې له ذهنيت جوړولو پرته له بهره را کاپي او دلته يې د عملي کولو هڅه وشي. افغاني ټولنه له نورو ټولنو سره نه شي پرتله کيداى. دغه ولس بالکل متفاوتې مذهبي او دوديزې ځانګړتیاوې لري. داسې ځانګړتیاوې چې ماتول يې حساسيتونه او غبرګونونه راپاروي. زمونږ ټولنه هغه مهال بدلون مني چې بدلون د ټولنې له دوديزو او عقيدوي اړخونو سره په تقابل کې نه وي.
مطلب داده چې زمونږ په هېواد کې د اوس لپاره چې زمونږ ټولنيز جوړښتونه پاشل شوي دي؛ يو عادل، متمرکز، قانون پلي کوونکی ولسواک نظام چې زعامت يې د ولس په مستقیمه رأيه ټاکل شوې وى د چلن وړ دی، خو په ټاکنيز سيستم کې له خورا سترو او ژورو اصلاحاتو وروسته دغه ډول نظام زمونږ د ستونزو د حل لاره کېدای شي.
د يادونې وړ ده چې د ښځو د حقونو او په ځينو نورو ديني او کلتوري برخو کې مونږ باید ډېر محتاط واوسو. لومړۍ خبره خو داده چې د ښځو د حقونو په برخه کې د ديموکراسي په مخکښو هېوادونو کې هم له سړيو سره انډول نه ليدل کېږي. په امریکا کې له څلوېښتو زيات ولسمشران راغلي دي خو يوه هم په کې ښځه نه وه. مونږ باید د داسې سمون لپاره مبارزه وکړو چې له ديني او دوديزو برخو سره په تقابل کى نه وي او حساسیتونه ونه پاروي. په ځينو نورو برخو کې باید ذهنيت جوړونه وکړو. همدغه کار زمونږ ځينې ديني عالمان او قومي مشران اوس هم کوي. د بېلګې په توګه څلور لسیزې وړاندې په لرې پرتو سیمو کې د نارينه‌ؤ زده کړه هم ښه نه ګڼل کېده، خو علماو او روشنفکرانو مبارزه وکړه. اوس خلک په لرې پرتو سیمو کې د هلکانو تر څنګ نجونې هم د زده کړو لپاره ښوونځيو او مدرسو ته استوي. دا ښه او په زړه پورې پرمختګ دی.
بله برخه د ښځو د کار کولو او د پلار په مال کې ميراث ورکولو مسئله ده. دا هغه برخې دى چې ښځې مالي برخه کې واکمنې کوي، د ځان بسياينې لورې ته يې وړي او له ديني اړخ سره هم په ټکر کې نه دي، خو په ځینو سیمو کې د کلتوري ستونزو له امله عيب ګڼل کېږي. دلته مونږ باید لومړى ذهنيت جوړونه وکړو او د خلکو باور ترلاسه کړو چې لوڼې به يې په خوندي چاپېریال کې زده کړې او کار کوي او همداسې به مخکې ځو.
دا سمه ده چې د ښځو ونډه په جګړه کې لوړه نه ده او يا هم د نشت سره برابر ده، خو باید ومنو چې د جګړو ناوړه اغېزې د نارينه‌ؤ په پرتله په ښځو باندې زياتې دي. جګړې له ښځو او ماشومانو د سر پړوني، د ځيګر ټوټه، د ژوند ملګری، د سر سيوری، د شفقت چتر او مجازي روزي رسان اخلي. ښځې باید په سوله کې هم مهم رول ولوبوي، خو ستونزه داده چې کله هم د ښځو د امتیازي رول خبره يادېږي، نو امتیاز هغو ښځو ته ورکول کېږي چې له جګړې څخه په مستقیم او غيرمستقيم ډول اغېزمنې نه وي. وړانديز مو دا دی چې افغانان بايد د جنسيت، عمر، کتلې او ډله باندې له وېش پرته د اسلامي او افغاني دود او دستور په چوکاټ کې د سولې پروسه مخ ته يوسي.
نړۍ اوسمهال يو نړيوال کلى بلل کېږي او که د کلي په کوم کور کې اور بلېږي، نو پاتې ټول کلى حتماً اندېښنه کوي. په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو د ناکامۍ له امله د ولس ناهيلي او د افغان شخړې له اوږد او دروند بار څخه د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو ستړيا د مسکو د ټرايکا ناستې ته لاره پرانېستله او په يقيني توګه ويلى شو چې د ترکيې راتلونکي ناسته به عادي نه، بلکې برخلیک ټاکونکې ناسته وي.
مونږ له بن تر دوحې پورې د دوو لسیزو اوږد له کنډوونو، کږلېچونو، ستونزو او کړاوونو ډک سفر درلود. مزلونه مو وکړل خو د منزل څرک لاهم نه لګېږي. له شل کاله جګړې وروسته هم د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې پراخ ملاتړ سره سره هم ونشو کولاى چې ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي. ټولې خواوې اوس پوه شوي چې په بن کې يې د طالبانو د نفي کولو سياست ګڼي ستونزې وزېږلې، سلګونه زره انسانان ووژل شول، ستر لګښتونه وشول خو جګړه لاهم دوام لري او راتلونکی لاهم تياره ښکاري. تېر کال امريکا له طالبانو سره په چلن کې خورا ستر انعطاف وښوده. هوکړه لیک يې ورسره لاسلیک کړ، خو په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه لاهم په لوړېدو ده.
د مسکو د غونډې له پيل او د نړيوالې ټولنې د دلچسپۍ زياتېدو ته، افغان د هيله مندۍ او ناهيلۍ ترمنځ په نېک شګون ګوري او د جګړې د ختمولو لپاره يې د ترکيې په ناسته پورې د خپلو هيلو مراندې تړلې دي. سپارښتنه مو داده چې د بن سهوې دلته تکرار ن شي. په دغه ناسته کې هېڅ اړخ چې په بالفعل او بالقوه توګه د افغانستان راتلونکی ګواښولاى شي نفى نشي، د سمت نسل او مذهب په تله نه، بلکې سولې ته ژمنتیا معيار وګرځي او داسې اغېزمنو خواو باندې تمرکز وشي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ټولنيز اثر او رسوخ ولري، ولس يې خبرو باندې باور وکړي په فساد او تعصب باندې تورن نه وي.
ددې لپاره چې د جګړو شدت عمدتاً په لرې پرتو سیمو کې دی، نو له بهره د راغلو او د ښاري خلکو په پرتله په زده کړو سمبال د لرې پرتو سیمو مذهبي او ولسي مشران په کې محوري رول ولري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.