• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پر محلي ټولګيو د طالبانو بنديز؛ د زده‌کوونکو کورنۍ: نه غواړو چې ماشومان مو بې‌سواده پاتې شي

۸صبح، هلمند ۸صبح، هلمند
۱۰ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1735550015]
Exclusive

Exclusive

طالبانو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پر هغو محلي ټولګیو بندیز لګولی چې د نړیوالو بنسټونو له خوا ملاتړ کېده. څو میاشتې مخکې، ۸صبح ورځپاڼې ته ځینو سرچینو ویلي و چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول په سوېلي کندهار، روزګان، زابل او هلمند کې د طالبانو له خوا پر هغو محلي ټولګیو بندیز ولګول شو چې په کلیوالي سیمو کې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو له ملاتړ جوړ شوي وو. د دې ټولګیو په بندېدو سره، زرګونه ماشومان چې تر دې وړاندې یې په دې ټولګیو کې زده‌کړې کولې اوس له زده‌کړو بې برخې شوي او پر کور ناست دي. د سوېلي حوزې هغه ولایتونه چې په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو له خوا ټولګي تړل شوي دي، وایي چې دا بندیز کولای شيد دې سیمو یو نسل د زده‌کړو له هر ډول امکاناتو بې برخې کړي.

په هلمند ولایت کې، د سيف الله په نوم یو ۵۰ کلن سړی چې دوه لمسيانو یې په خپل کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ جوړشوي کليوالي ټولګیو کې زده‌کړې کولې، وايي چې اوس یې لمسيان له زده‌کړو بې برخې شوي دي. د هغه په وینا، په کلي کې ټول هغه ماشومان چې مخکې په محلي ټولګیو کې زده‌کړې کولې، اوس ټولې ورځې په کوڅو کې لوبې کوي.

هغه زیاتوي: «زموږ کلی د لښکرګاه له مرکز څخه ډېر لېرې پروت دی، دلته نه مکتب شته، نه مدرسه او د درېیو کلونو راهیسي د یونیسف په مرسته یوازې یو محلي ټولګی جوړ شوي  وو چې ټول کلي ماشومان په کې زده‌کړې کولې، خو اوس چې طالبان دې ټولګیو ته بندیز لګولی، ټول ماشومان له زده‌کړو څخه بې برخې پاته دي.»

په کندهار ولایت کې، د دغه محلي ټولګیو د همږغۍ د دفتر یوه غړي چې د امنیتي ستونزو له امله نوم یې نه دی څرګند، ویلي دي چې په تیر کال کې د کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ محلي ټولګیو فعالیت درلود او دې ټولګیو ماشومانو ته زده‌کړې وړاندې کولې په داسې سیمو کې چې ښوونځي نه لري.

هغه زیاتوي: «د دې محلي ټولګیو په هر ټولګي کې دوه ښوونکي ګمارل شوي وو، خو اوس چې دغه ټولګۍ تړل شوي، په دې درېیو ولایتونو کې شاوخوا ۶ زره کسان بې‌روزګاره شوي دي.» دی وایي چې تر اوسه پورې نه پوهېږي چې د دې ټولګیو د بندېدو اصلي لامل څه دی. هغه زیاتوي: «موږ په دې درېیو ولایتونو کې درې زره محلي ټولګۍ لرل چې په ټولو کې د زده‌کړو سره بوختو ماشومانو شمېر زرګونو ته رسېدلی و. په هره ټولګۍ کې دوه ښوونکي په دندو ګمارل شوي وو. تراوسه پورې دا نه ده معلومه شوې چې د طالبانو له خوا دغه ټولګۍ ولې تړل شوي دي.»

د کندهار ولایت ختیځ خوا ته پرته ارغستان ولسوالۍ په لوړ کلي کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په مالي لګښت یو ټولګي فعالیت کاوه، اوس بند شوی دی. اوسېدونکي یې د خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندېښمن دي او وايي که په سیمې کې یې ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره نه شي، هغوی به له زده‌کړو بې برخې شي.

د دې کلي یو اوسېدونکی حاجي محمد (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې تېرو دوو لسیزو کې یې په کلي کې خونړۍ جګړې تېرې کړي دي او یو نسل یې په بشپړ ډول له زده‌کړو محروم شوی دی. هغه زیاتوي: «په دې وروستیو کې چې د ملګرو ملتونو له خوا زموږ په کلي کې محلي ټولګي جوړ شوي وو، موږ هيله درلوده چې ماشومان به یې ښه زده‌کړې وکړي، خو دا هيلې اوس له منځه تللې دي.»

هغه وايي: «په دې ۲۰ کلونو کې زموږ په کلي کې هېڅ ډول د زده‌کړو مرکز نه و. دا دوه کاله چې دغه ټولګي جوړ شوي وو، موږ هيله لرله چې ماشومان به یې زده‌کړې وکړي، خو اوس چې بېرته تړل شوي، زموږ ماشومان به د تېرو ۲۰ کلونو په څېر له زده‌کړو بې برخې شي. موږ غوښتنه کوو چې دا پرېکړه دې بېرته واخیستل شي ترڅو زموږ ماشومان له زده‌کړو محروم نه شي.»

هغه کسان چې په دې محلي ټولګیو کې د ښوونکو په توګه دندې لري، وايي چې د دې ټولګیو په تړل کېدو سره بې‌روزګاره شوي دي او اوس پر کور ناست دي. د دې ډول محلي ټولګیو یو ښوونکی عبدالله (مستعار نوم) وايي چې په دې ټولګي کې د تدریس په بدل کې یې هره میاشت نهه زره افغانۍ معاش ورکول کېده او د نوموړي د کورنۍ ګذاره پرې کېده. هغه زیاتوي چې اوس هیڅ دنده نه لري او بې‌روزګاره شوی دی. هغه وایي: «ماته به هره میاشت نهه زره افغانۍ معاش راکول کېده، خو اوس چې دا ټولګي بند شوي، زه هم بې‌کاره شوی یم او هېڅ دنده نه لرم.»

د معلوماتو له مخې، د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو ادارو ۲۰ زره محلي ټولګي فعال کړي وو چې له یوې خوا یې له زده‌کړو پاتې ماشومانو ته زده‌کړې چمتو کړې وې او له بلې خوا یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې وه، خو اوس د سوېلي حوزې په ګډون په ګڼو ولایتونو کې دا ټولګي د تړل کېدو په حال کې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

هبت‌الله ته وفاداري؛ ایا د ښځو محرومیت د طالبانو په منځ کې د ځواک په لوبه بدلېږي؟
راپورونه

هبت‌الله ته وفاداري؛ ایا د ښځو محرومیت د طالبانو په منځ کې د ځواک په لوبه بدلېږي؟

۱۹ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶ [t_time:1780998787]
د خلکو پر عامه ژوند د طالبانو روان محدودیتونه؛ په کندهار کې تفریحي ځایونه له سقوط سره مخ دي
ځانګړي

د خلکو پر عامه ژوند د طالبانو روان محدودیتونه؛ په کندهار کې تفریحي ځایونه له سقوط سره مخ دي

۲۰ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۹ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1736400787]
د یلدا شپې نمانځل؛ معترضې مېرمنې: طالبانو د خلکو کلتور په نښه کړی
خبرونه

د یلدا شپې نمانځل؛ معترضې مېرمنې: طالبانو د خلکو کلتور په نښه کړی

۲ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1734843396]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.