د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې په نړیواله کچه د ښځو لاسته راوړنو، مبارزو او پر وړاندې یې پرتو ننګونو ته انعکاس ورکول کېږي. خو دا ورځ په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د سمبال شویو ظلمونو او لګول شویو سختو محدودیتونو یادونه کوي. هغه څه چې ډېر پام ورته شوی نه دی، د ښځو د حقونو په تړاو د نارینهوو مسوولیت دی. د ښځو له حقونو د افغان نارینهوو کمرنګه ملاتړ دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا دوی یوازې ننداره کوي یا دا چې د بدلون لپاره ځواک دي؟
د طالبانو له خوا پر ښځو د زورزیاتي او محدودیتونو په اړه د افغان نارینهوو دریځ دوه ګونی دی؛ ځینې پر خپل دریځ پاتې شول او ځينو نورو بیا د بېلابېلو لاملونو له کبله چې مهم یې وېره او ظلم دی، چوپتیا غوره کړه. په مقابل کې ځینو خبریالانو، فعالانو او لیکوالو په بېلابېلو بڼو له ښځو ملاتړ کړی او شته حالت یې غندلی دی. د ښځو له حقونو د ملاتړ لپاره د دغو ډلو ټپلو هڅې ارزښتمنې وې او ښيي چې ان په سختو شرایطو کې هم د بدلون لپاره هڅې کېدای شي. ملاتړ باید له فردي اړخه ټولنیز اړخ ته واوړي.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نارینه د برابرۍ غوښتوونکو په غورځنګونو کې فعاله ونډه لري. په ایران کې د اعتراضاتو پرمهال ډېری نارینه د ښځو تر څنګ ودرېدل او ټولو تبعیضي قوانینو پر وړاندې یې اعتراض وکړ. په سوېلي افریقا کې د اپارتاید له ختمېدو وروسته نارینه هم د ښځو ترڅنګ د جنسیتي برابرۍ لپاره ګډې هڅې وکړې. دا بېلګې ښيي چې د ښځو حقونو ترلاسي لپاره دې مبارزه یوازې تر ښځو نه محدودېږي، بلکې باید په یو پراخ ټولنیز مسوولیت واوړي. دا هغه مهال شونې ده چې نارینه د ښځو په تړاو خپل لیدلوری بدل کړي.
له ښځو د ملاتړ چاره نه کوم فیشني ګام دی او نه هم کوم امتیاز، بلکې دا د ټولو نارینهوو ټولنیز مسوولیت دی. دا ملاتړ هغه مهال اغېزمن دی چې عملي ګام ته لار هواره کړي. په کورنۍ او ټولنه کې د ښځو د حقونو په تړاو د پوهاوي لوړول، د دغو مسایلو په اړه په خواله شبکو کې بحثونه، په کارځایونو کې له تبعیضي پرېکړو سره مخالفت او د ښځو له حقونو د ملاتړ سازمانونو لاسنیوی هغه لارې چارې دي چې اغېزمنې پایلې لرلی شي.
د ښځو حقونه یوازې د ښځو مساله نه ده؛ بلکې یوه ټولنیزه مساله ده چې پر ټولو اغېز کوي. نارینه باید پوه شي چې د ښځې حق د بشر حق دی او د ښځو له حقونو او ازادۍ څخه د ملاتړ لپاره باید کار وشي. د افغانستان راتلونکی په چوپتیا نه بدلېږي، بلکې یو غږ، په ګډه درېدو او پیوستون ته اړتیا لري. د مارچ اتمه یوازې د ښځو د نمانځلو ورځ نه ده، بلکې یو داسې فرصت دی چې نارینه هم د ښځو په تړاو خپل مسوولیتونه وپېژني.





