ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ګازو صادرونکو هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د دوشنبې پر ماښام روسیې ته لاړ شي.
تسنیم خبري اژانس دوشنبه د اکتوبر پر ۲۶مه راپور ورکړی چې دا سرمشریزه سهشنبه سهار په مسکو کې جوړېږي او پزشکیان به پکې وینا وکړي.
د راپور له مخې، ښايي نوموړی د ځينو هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.
تر اوسه مسکو ته د نوموړي د سفر په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.





